ژبه

پاکستان د افغان محصلینو د بورسونو پایلې اعلان کړې

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۶): په کابل کې د پاکستان سفارت وایي، د افغان محصلینو د بورسونو په ازموینه کې ۶۲۰ افغان محصلین بریالي شوي دي.

شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې له کابو اتو زرو افغان محصلینو لپاره د پاکستان د بورسونو ازموینه واخیستل شوه.

خو په تېرو شپږو میاشتو کې د دې بورسونو ځنډېدلې وې او پژواک دوه ورځې مخکې د محصلینو د شکایت او په دې اړه د مشرانو جرګې د سناتورانو د نیوکو په اړه راپور خپور کړ.

د پاکستان سفارت له خوا د مرغومي په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له یادو زرګونو افغان محصلینو څخه  ۶۲۰ تنه بریالي شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د بریالي شویو محصلینو لیست به تر سبا پورې د پاکستان د سفارت په وېبپاڼه (www.pakembassykabul.com) کې خپور شي.

login or register a new account.

ورته موضوع