منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پاکستان د افغان محصلینو د بورسونو پایلې اعلان کړې

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۹ کتنې

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۶): په کابل کې د پاکستان سفارت وایي، د افغان محصلینو د بورسونو په ازموینه کې ۶۲۰ افغان محصلین بریالي شوي دي.

شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې له کابو اتو زرو افغان محصلینو لپاره د پاکستان د بورسونو ازموینه واخیستل شوه.

خو په تېرو شپږو میاشتو کې د دې بورسونو ځنډېدلې وې او پژواک دوه ورځې مخکې د محصلینو د شکایت او په دې اړه د مشرانو جرګې د سناتورانو د نیوکو په اړه راپور خپور کړ.

د پاکستان سفارت له خوا د مرغومي په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له یادو زرګونو افغان محصلینو څخه  ۶۲۰ تنه بریالي شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د بریالي شویو محصلینو لیست به تر سبا پورې د پاکستان د سفارت په وېبپاڼه (www.pakembassykabul.com) کې خپور شي.

د پاکستان سفارت له بریالیو افغان محصلینو غوښتي دي، چې د جنورۍ د میاشتې په ۲۰مه نېټه د سهار له نهو بجو څخه د مازیګر تر څلورو بجو پورې کمپیوټري پاسپورټ، د تذکرې اصلي کاپي، شهادتنامه، د پاکستان د ویزې ډکه کړی شوې فورمه، د پاسپورټ، تذکرې او شهادتنامې کاپیانې له ځانه سره راوړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه