ژبه

پاکستان د راجستر شوو افغان کډوالو موده دوه مياشتې نوره وغځوله

کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٦): پاکستان په دغه هېواد کې د مېشتو راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده دوه مياشتې نوره هم وغځوله.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د قانوني استوګنې  نېټه د ٢٠١٧ زېږديز کال د ډسمبر په ٣١مه پاى ته رسېدلې وه.

پاکستان د هر کال په پيل کې د دغو کډوالو د اوسېدو موده د يوه کال لپاره غځوي، خو دغه ځل يې د کال په پيل کې يواځې د يوې مياشتې لپاره وغځوله چې دا پرېکړه يې د  افغان حکومت، کډوالو او نړيوالې ټولنې له کلک غبرګون سره مخ شوه.

د پاکستان د ملي راډيو ټلوېزيون د خبر له مخې، پرون د پاکستان د لومړي وزير شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د کابينې په غونډه کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د دوو نورو مياشتو لپاره وغځوله.

د يادونې ده، په پاکستان کې شاوخوا دوه نيم ميليونه افغان کډوال مېشت دي چې نږدې دوه ميليونه يې راجستر شوي دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د کډوالو چارو وزارت کابينې ته د افغان کډوالو د اوسېدنې نېټه د پنځو مياشتو لپاره د غځولو وړانديز کړى و.

دغه وزارت ويلي، دا نا ممکنه ده چې په کم وخت کې دومره زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ولېږل شي؛ ځکه يې د پنځو مياشتو غوښتنه کړې وه.

تر دې مخکې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل پژواک اژانس ته ويلي وو چې تېره مياشت په ترکيه کې د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو ترمنځ غونډه کې پاکستان د کډوالو داوسېدنې موده د يوه کال لپاره د غځولو ژمنه کړې وه.

وروسته له هغه چې امريکا پر پاکستان فشارونه زيات کړل او د افغانستان ورسره اړيکې ترينګلې شوې، نو پاکستان د يوه کال لپاره د کډوالو د اوسېدنې موده ونه وغځوله. 

login or register a new account.

ورته موضوع