کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٦): پاکستان په دغه هېواد کې د مېشتو راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده دوه مياشتې نوره هم وغځوله.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د قانوني استوګنې نېټه د ٢٠١٧ زېږديز کال د ډسمبر په ٣١مه پاى ته رسېدلې وه.
پاکستان د هر کال په پيل کې د دغو کډوالو د اوسېدو موده د يوه کال لپاره غځوي، خو دغه ځل يې د کال په پيل کې يواځې د يوې مياشتې لپاره وغځوله چې دا پرېکړه يې د افغان حکومت، کډوالو او نړيوالې ټولنې له کلک غبرګون سره مخ شوه.
د پاکستان د ملي راډيو ټلوېزيون د خبر له مخې، پرون د پاکستان د لومړي وزير شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د کابينې په غونډه کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د دوو نورو مياشتو لپاره وغځوله.
د يادونې ده، په پاکستان کې شاوخوا دوه نيم ميليونه افغان کډوال مېشت دي چې نږدې دوه ميليونه يې راجستر شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د کډوالو چارو وزارت کابينې ته د افغان کډوالو د اوسېدنې نېټه د پنځو مياشتو لپاره د غځولو وړانديز کړى و.
دغه وزارت ويلي، دا نا ممکنه ده چې په کم وخت کې دومره زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ولېږل شي؛ ځکه يې د پنځو مياشتو غوښتنه کړې وه.
تر دې مخکې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل پژواک اژانس ته ويلي وو چې تېره مياشت په ترکيه کې د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو ترمنځ غونډه کې پاکستان د کډوالو داوسېدنې موده د يوه کال لپاره د غځولو ژمنه کړې وه.
وروسته له هغه چې امريکا پر پاکستان فشارونه زيات کړل او د افغانستان ورسره اړيکې ترينګلې شوې، نو پاکستان د يوه کال لپاره د کډوالو د اوسېدنې موده ونه وغځوله.
login or register a new account.