کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه په کابل کې د پوليسو له لسمې امنيتي حوزې د ليدنې پر مهال د پولیسو د فعالیتونو پر چټکټیا ټینګار وکړ.
د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په ياده امنيتي حوزه کې د سرتېرو کړنې، معیشتي او روغتیایي وضعیت او ستونزې و ارزولې.
سرچينه ليکي چې ولسمشر له تروریزم، جرمي سازمانونو، زورواکو، نشه یي توکو او اختطاف سره د مبارزې پر مهال د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو قدرداني وکړه او د پولیسو د فعالیتونو پر چټکټیا یې ټینګار وکړ.
هغه چارواکو ته لارښوونه کړې چې له اړوندو بنسټونو سره د ښاریانو د امنیت د لا خوندیتوب په موخه هڅې وکړي.
ده په دې برخه کې د خلکو ونډه هم مهمه بللې ده.
د کابل امنیه قوماندان محمدسالم احساس په ياده حوزه کې ولسمشر ته ښه راغلاست ويلي او د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو يې د ولسمشر د ملاتړ قدرداني کړې ده.
login or register a new account.