ژبه

ولسمشر غني د کابل ښار له لسمې امنیتي حوزې لیدنه وکړه

کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه په کابل کې د پوليسو له لسمې امنيتي حوزې د ليدنې پر مهال د پولیسو د فعالیتونو پر چټکټیا ټینګار وکړ.

د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په ياده امنيتي حوزه کې د سرتېرو کړنې، معیشتي  او روغتیایي وضعیت او ستونزې و ارزولې.

سرچينه ليکي چې ولسمشر له تروریزم،  جرمي سازمانونو، زورواکو، نشه یي توکو او  اختطاف سره د مبارزې پر مهال د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو قدرداني وکړه او د پولیسو د فعالیتونو پر چټکټیا یې ټینګار وکړ.

هغه چارواکو ته لارښوونه کړې چې له اړوندو بنسټونو سره د ښاریانو د امنیت د لا خوندیتوب په موخه هڅې وکړي.

ده په دې برخه کې د خلکو ونډه هم مهمه بللې ده.

 د کابل امنیه قوماندان محمدسالم احساس په ياده حوزه کې  ولسمشر  ته ښه راغلاست ويلي او د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو يې د ولسمشر د  ملاتړ قدرداني کړې ده.

login or register a new account.