مزارشريف (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۶): د بلخ ولايت د ځينو ولسواليو اوسېدونکي ادعا کوي چې امنيتي مسوولين، د شپې عملياتو پر مهال ډېری وخت د وسله والو مخالفينو په تور عام خلک نيسي.
د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي هم د شپنيو عملياتو پر مهال د ورته ستونزو پخلی کوي.
خو امنيتي مسوولين وايي چې د عامو خلکو خوندي ساتنه د دوی مسووليت دی؛ خو ډېری وخت وسله وال طالبان د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخلي.
د بلخ د چمتال ولسوالۍ د نوشار سيمې اوسېدونکي جعفر پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډېری وخت ورسره د شپې عملياتو وېره وي.
نوموړي زياته کړه چې وسله وال مخالفين په سيمه کې وي، خو چې په کومه شپه عمليات وشي نو بيا نه وي.
د هغه په وينا، له همدې امله ډېری وخت امنيتي مسوولينو د عملياتو پر مهال عام خلک د وسله والو مخالفينو په نامه له ځانه سره وړي وي.
جعفر د بېلګې په توګه وويل: ((د لنډو څو ورځو خبره ده، د کلي د مکتب د سرمعلم په کور يې چاپه ووهله، ټول يې بې ګناه خلک په کې ونيول، چې څو ورځې وروسته يې بېرته ازاد کړل.))
د هغه په وينا، امنيتي مسوولين بايد دقيق واوسي او خپلې چارې داسې سمبال کړی چې عام خلک ورسره ستونزه کې ښکېل نه شي.
د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالصبور هم وايي چې په دغه ولسوالۍ کې ډېرې داسې پېښې شوي، چې ملکي کسان د وسله والو مخالفينو په تور نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه: (( موږ د شپې پر ځای د ورځې خوب کوو، د شپې راسره د عملياتو وېره وي، چې پوليس مو د وسله والو مخالفينو په توګه له کوره بونه ځي.))
د هغه په وينا، داسې پېښې هر کله شوي چې امنيتي مسوولينو د وسله والو مخالفينو پر ځای عام خلک نيولي دي.
د بلخ ولايتي شورا غړي هم د خلکو د دغو ادعاو پخلي کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP