مزارشريف (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۶): د بلخ ولايت د ځينو ولسواليو اوسېدونکي ادعا کوي چې امنيتي مسوولين، د شپې عملياتو پر مهال ډېری وخت د وسله والو مخالفينو په تور عام خلک نيسي.
د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي هم د شپنيو عملياتو پر مهال د ورته ستونزو پخلی کوي.
خو امنيتي مسوولين وايي چې د عامو خلکو خوندي ساتنه د دوی مسووليت دی؛ خو ډېری وخت وسله وال طالبان د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخلي.
د بلخ د چمتال ولسوالۍ د نوشار سيمې اوسېدونکي جعفر پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډېری وخت ورسره د شپې عملياتو وېره وي.
نوموړي زياته کړه چې وسله وال مخالفين په سيمه کې وي، خو چې په کومه شپه عمليات وشي نو بيا نه وي.
د هغه په وينا، له همدې امله ډېری وخت امنيتي مسوولينو د عملياتو پر مهال عام خلک د وسله والو مخالفينو په نامه له ځانه سره وړي وي.
جعفر د بېلګې په توګه وويل: ((د لنډو څو ورځو خبره ده، د کلي د مکتب د سرمعلم په کور يې چاپه ووهله، ټول يې بې ګناه خلک په کې ونيول، چې څو ورځې وروسته يې بېرته ازاد کړل.))
د هغه په وينا، امنيتي مسوولين بايد دقيق واوسي او خپلې چارې داسې سمبال کړی چې عام خلک ورسره ستونزه کې ښکېل نه شي.
د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالصبور هم وايي چې په دغه ولسوالۍ کې ډېرې داسې پېښې شوي، چې ملکي کسان د وسله والو مخالفينو په تور نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه: (( موږ د شپې پر ځای د ورځې خوب کوو، د شپې راسره د عملياتو وېره وي، چې پوليس مو د وسله والو مخالفينو په توګه له کوره بونه ځي.))
د هغه په وينا، داسې پېښې هر کله شوي چې امنيتي مسوولينو د وسله والو مخالفينو پر ځای عام خلک نيولي دي.
د بلخ ولايتي شورا غړي هم د خلکو د دغو ادعاو پخلي کوي.
د ولايتي شورا غړي ذبيح الله کاکړ پژواک ته ومنله چې ځينې وخت ملکي خلک د وسله والو مخالفينو په توګه نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((ډېری وخت وسله والو مخالفين په يو کور کې وي او د امنيتي مسوولينو چاپه په بل کور اچول شوې وي.))
د هغه په وينا، امنيتي مسوولين مسوليت لري چې د عملياتو پر مهال له پوره يقين څخه وروسته عمل وکړي.
کاکړ وايي چې ورته کړنې د دولت او خلکو تر منځ د واټن پيدا کېدو لامل کېږي چې بېرته ترې وسله وال مخالفين ګټه اخلي.
د ولايتي شورا بل غړى محمد ابراهيم خيراندېش هم وايي چې امنيتي مسوولين بايد دقت وکړي، چې وسله وال مخالفين ونيسي.
نوموړي زياته کړه، عام خلک حق لري چې ژوند وکړي او پوليس مسووليت لري چې امنيت يې وساتي.
خو امنيتي مسوولين وايي چې دوی تل له احتياط څخه کار اخيستی دی.
د بلخ امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دوراني پژواک ته وويل چې ډېری وخت وسله وال مخالفين خلکو ته ستونزې راپيدا کوي.
نوموړي زياته کړه: ((ډېر کله داسې شوي، چې وسله وال مخالفين له يو کوره د سنګر په توګه کار اخلي له هغه ځايه پر امنيتي کسانو ډزې کوي.))
د هغه په وينا، دوی په دغسې حالاتو کې هم د خپلو خلکو د امنيت خيال ساتلی دی.
دوراني وويل چې ممکن ځينې خلک د شک پر بنا کله کله نيول شوي وي، خو بېرته ژر خوشې کړای شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









