کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۵):د راپورونو له مخې، متحده عربي اماراتو خپلو اتباعو ته ایران، لبنان او عراق ته د سفر بندیز لګولی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت پرون (پنجشنبه) له خپلو وګړو غوښتي چې یاد هېوادونه پرېږدي.
یاد وزارت له هغو اماراتي وګړو څخه چې اوس مهال په دغو هېوادونو کې دي، غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دغه سیمې پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي.
همداراز، د اماراتو رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «اماراتي وګړي اجازه نه لري چې د ایران اسلامي جمهوریت، د عراق جمهوریت او د لبنان جمهوریت ته سفر وکړي.»