مزارشريف (پژواک، ۲٩ کب ۹۶): امنيتي مسوولين په مزارشريف ښار کې د نوروز جشن د نمانځنې په موخه د کلکو امنيتي تدابيرو ډاډ ورکوي.
خو د ښار اوسېدونکي وايي چې سږنی جشن د تېرو کلونو په پرتله ګڼه ګوڼه نه لري.
هر کال د وري په لومړۍ نېټه د سيمې په کچه د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کې نوروز جشن نمانځل کېږي.
د دغه جشن پيل په مزارشريف ښار کې د حضرت علي کرم الله وجهه پر روضه د جنډې له پورته کېدو کېږي، چې د ملي سرود په غږولو او د توپونو په ډزو د زرګونو کسانو پر وړاندې درول کېږي.
دغه جشن ته هر کال د افغانستان له ډېری ولايتونو د زرګونو کسانو پر راتګ سربېره، له بهره هم خلک راځي.
که څه هم امنيتي تدابير د تېرو کلونو په پرتله کلک نيول شوي دي؛ خو سږ کال د ښار اوضاع د تېرو کلونو د دغه مهال په څېر د شور او د خلکو د ګڼې ګوڼې رنګ نه لري.
د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات د کب په ۲۸مه د جشن د امنيت په تړاو خبري ناسته کې وويل چې د تېرو کلونو په پرتله يې په لوړه کچه امنيتي تدابير نيولي دي.
نوموړي زياته کړه چې د روضې شاوخوا پنځه امنيتي کمربندونه جوړ کړای شوي او په ټول کې ښار کې څلور زره امنيتي ځواکونه د امنيت ساتنې لپاره ګومارل شوي دي.
د هغه په وينا د خلکو همکاري ورسره ده او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې غير مسوولانه حرکت وکړي.
امنيه قوماندان وويل چې هر کال به د روضې شاوخوا سړکونه نن ورځ وروسته له ماسپښينه د موټرو پر مخ بندېدل او يوازې پلي تګ لپاره بېکاره وو.
خو نوموړي زياته کړه چې د کلکو امنيتي تدابير د پلان عملي کېدو په موخه سږ کال د نن ورځې له پيله د روضې شاوخوا سړکونه د موټرو پر مخ بند دي او خلک په ازادانه توګه په ښار کې تګ راتګ کوي.
خو د شته امنيتي تدابير او امنيتي ځواکونو پر ډاډ سربېره د مزارشريف ښار د هوټلونو مسوولين وايي چې د تېرو کلونو په پرتله يې مېلمانه کم دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP