مزارشريف (پژواک، ۲٩ کب ۹۶): امنيتي مسوولين په مزارشريف ښار کې د نوروز جشن د نمانځنې په موخه د کلکو امنيتي تدابيرو ډاډ ورکوي.
خو د ښار اوسېدونکي وايي چې سږنی جشن د تېرو کلونو په پرتله ګڼه ګوڼه نه لري.
هر کال د وري په لومړۍ نېټه د سيمې په کچه د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کې نوروز جشن نمانځل کېږي.
د دغه جشن پيل په مزارشريف ښار کې د حضرت علي کرم الله وجهه پر روضه د جنډې له پورته کېدو کېږي، چې د ملي سرود په غږولو او د توپونو په ډزو د زرګونو کسانو پر وړاندې درول کېږي.
دغه جشن ته هر کال د افغانستان له ډېری ولايتونو د زرګونو کسانو پر راتګ سربېره، له بهره هم خلک راځي.
که څه هم امنيتي تدابير د تېرو کلونو په پرتله کلک نيول شوي دي؛ خو سږ کال د ښار اوضاع د تېرو کلونو د دغه مهال په څېر د شور او د خلکو د ګڼې ګوڼې رنګ نه لري.
د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات د کب په ۲۸مه د جشن د امنيت په تړاو خبري ناسته کې وويل چې د تېرو کلونو په پرتله يې په لوړه کچه امنيتي تدابير نيولي دي.
نوموړي زياته کړه چې د روضې شاوخوا پنځه امنيتي کمربندونه جوړ کړای شوي او په ټول کې ښار کې څلور زره امنيتي ځواکونه د امنيت ساتنې لپاره ګومارل شوي دي.
د هغه په وينا د خلکو همکاري ورسره ده او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې غير مسوولانه حرکت وکړي.
امنيه قوماندان وويل چې هر کال به د روضې شاوخوا سړکونه نن ورځ وروسته له ماسپښينه د موټرو پر مخ بندېدل او يوازې پلي تګ لپاره بېکاره وو.
خو نوموړي زياته کړه چې د کلکو امنيتي تدابير د پلان عملي کېدو په موخه سږ کال د نن ورځې له پيله د روضې شاوخوا سړکونه د موټرو پر مخ بند دي او خلک په ازادانه توګه په ښار کې تګ راتګ کوي.
خو د شته امنيتي تدابير او امنيتي ځواکونو پر ډاډ سربېره د مزارشريف ښار د هوټلونو مسوولين وايي چې د تېرو کلونو په پرتله يې مېلمانه کم دي.
د يو هوټل مسوول حبيب الله پژواک ته وويل چې په تېرو کلونو کې به يې د هوټل خونې د کب له ۱۵ بندې وې.خو نوموړي زياته کړه،چې سږ کال د کال په وروستۍ ورځ هم په دې هوټل کې ځای شته دی.
د هغه په وينا مېلمانه ښه دي خو د تېرو کلونو په پرتله خورا کم دي.
مدني فعالان په سږني جشن کې د خلکو د ګډون کم رنګي د بلخ ولايت وروستي سياسي حالات بولي.
مدني فعال ميرويس درمان پژواک ته وويل چې له تېرو څلورو مياشتو د عطامحمد نور او ارګ تر منځ روانې سياسي کشالې د بلخ په حالت خلک شکمن کړي دي.
نوموړي زياته کړه: ((له تېرو څلورو مياشتو په رسنيو کې د بلخ په تړاو شوي سياست، ګواښونو، امنيتي حالت له امله خلک مجبور شول، چې فکر وکړي نو ځکه سږکال يو څه خلک کم دي.))
خو درمان په روانو شپو ورځو کې د مزارشريف حالت او په ځانګړې توګه د جشن د نمانځنې په موخه نيول شوي امنيتي تدابير د ډاډ وړ وبلل.
له نورو ولايتونو راغلي خلک هم وايي چې له اندېښنو سره مل راغلي خو په راتګ خوشاله دي.
له کندهار راغلي ځوان محمد اسماعيل پژواک ته وويل: ((ښه پوهېږو د بلخ حالت دې ورځو کې شه نه دی، خو بيا هم څه وکړو، وطن مو دی، بې له راتګ خو هم نه کېږي.))
نوموړي زياته کړه چې دلته حالات هغسې هم خراب نه دي، لکه څنګه چې يې فکر کاوه.
ده هم په ښار کې د امنيتي ځواکونو له خوا د نيول شوو امنيتي تدابيرو ستاينه وکړه.
هر کال د جشن نمانځنې رسمي مراسمو ته له کابل لوړپوړي چارواکي راځي. تېر کال د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش برخه اخيستې وه.
خو د بلخ حکومتي چارواکي وايي چې لا هم په ډاګه نه ده چې سږ به کوم لوړپوړي چارواکي په دغو مراسمو کې ګډون کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










