کابل (پژواک، ٢ ورى ٩٧): د کابل پرونی بريد چې په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د نړيوالو له خوا په پراخه کچه غندل شوى دى.
پرون غرمه مهال د کابل ښار د درېيمې حوزې اړوند د کابل پوهنتون شمالي دروازې لور ته سړک باندې ځانمرګى بريد وشو چې په ترڅ کې يې ٣٣ کسان ووژل شول او ٦٥ نور ټپيان وو.
د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستى او ويلي یې دي چې دغه برید د ډیورنډ کرښې د هغې غاړي یوه کس ترسره کړی دی.
امريکا، هندوستان، برېتانيا، چين، پاکستان، ناټو، ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او يو شمېر نورو هېوادونو دغه بريد په کلکه غندلى دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او په کابل کې د دغه هېواد سفير دغه بريد په کلکه غندلى او یو نه بښونکى جرم یې بللى دى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيټر نورټ ويلي، دغه له شرمه ډک بريد چې څومره وغندل شي، کمه به وي.
په کابل کې د امريکا سفير جان باس د دغه بريد د غندلو تر څنګ ويلي چې دوى په دې سخت وخت کې له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي.
په نيويارک کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د یاد بريد د غندلو تر څنګ ويلي چې د نوي کال او نوروز نمانځل د هر چا حق دى او له خلکو بايد دا حق وانه خيستل شي.
هغه غوښتنه کړې چې د دغه بريد تنظيموونکي او پلان کوونکي بايد محکمې ته را کش کړل شي.
دغه راز په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما، د اروپايي اتحاديې دفتر، د ناټو د ملکي استازي دفتر، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان، جنرال جان نيکولسن، هندوستان، پاکستان، چين، برېتاينا، ترکيې او يو شمېر نورو هېوادونو هم دغه بريد غندلى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP