ژبه

د خوست پر یوه جومات برید کې ۹ لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

خوست ښار(پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۷):د خوست چارواکي وايي، چې د دې ولايت په مندوزيو ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو په يوه جومات کې لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د خوست د والي وياند طالب منګل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه وسله وال بريد نن د مازديګر لمانځه پرمهال د يادې ولسوالۍ په للمۍ سيمه کې د کمال خېلو د جومات پر لمونځ کوونکو شوی دی.

طالب منګل زياته کړه چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې بريد کې ۲ لمونځ کوونکي وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي چې دا مهال د خوست ښار په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

په ورته وخت کې د للمۍ سيمې يوه اوسېدونکي محمدالله پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې ۴ لمونځ کوونکي وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دې وسله وال بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی خو د والي وياند طالب منګل پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې د اصلي انګيزې په اړه پوليسو خپلې پلټنې پيل کړې دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع