Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیول شوې احتمالي نومانده د طالبانو له بنده خلاصه شوه

تالقان(پژواک، ١٧ غبرګولى ٩٧): په تخار ولايت کې نيول شوې احتمالي نومانده د طالبانو له بنده خوشې شوه.

تېره ورځ د درقد ولسوالۍ شورا ته یوه احتمالي نومانده فاضله چې غوښتل یې مرکز تالقانو ته لاړه شي، د درقد او ینګي کلا ولسوالیو تر منځ په القناق سیمه کې طالبانو ونیوله.

نوموړې د طالبانو په بند کې د یوې شپې په تېرولو سره، نن سهار د قومي مشرانو په منځګړيتوب را خوشې شوه او کور ته را ستنه شوه.

د درقد ولسوال صیف الدین مشتاق پژواک خبري اژانس ته وویل چې راتلونکو ټاکنو ته احتمالي نومانده فاضله، نن سهار د طالبانو له بنده را خلاصه شوې او خپل کور ته راستنه شوې ده.

ده زياته کړه، طالبانو دغې نوماندې ته څه نصیحتونه کړي او پرته له کومې ځورونې یې له خپل ورور سره یو ځای را خوشې کدې ده .

په همدې مهال د درقد ولسوالۍ یو قومي مشر نصر الدین پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو فاضله په دې شرط را خوشې کړې چې په هیڅ ډول به په ټاکنو کې ګډون نه کوي.

نوموړی وايي، طالبانو دغې مېرمنې ته ګواښ کړى چې که په ټاکنو کې ځان ونوموي او یا هم په دغه بهیر کې ګډون وکړي، نو که د دوی ګوتو ته ورغله، و به یې وژني.

د هغه په خبره، طالبانو له فاضلې څخه په سلګونو پېژندپاڼې اخیستې دي.

طالبانو مخکې تر دې تر خپلو ولکې لاندې سیمو اوسېدونکو ته ګواښ کړى چې په ټاکنو کې دې ګډون نه کوي او ګډون کوونکي ته به سزا ورکوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.