ژبه

نامسوولو وسله والو د مزار شريف ښار  ښاريانو ته ستونزې پيدا کړې

مزار شريف ( پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه، ۹۷): د بلخ ولايت د مزار شريف اوسېدونکي وايي چې په ښار کې د نا مسووله وسله والو زياتېدو يې ستونزې يې زياتې شوي دي.

د بلخ د ولايتي شورا يو شمېر غړي او مدني فعالان بيا د ښار امنيتي مسولين په ناغېړۍ تورنوي او زياتوي که د يادو نا امنيو مخه ونه نيول شي؛ نو خطرناکې پايلې به ولري.

د بلخ امنيه قومنداني هم په ښار کې د پېښو د زياتوالي پخلی کوي؛ خو وايي چې د خلکو له همکارۍ پرته يې مخنيوی ستونزمن دی.

د مزار شريف اوسېدونکي په دغه ښار کې وروستيو رامنځته شويو نا امنيو او پېښو اندېښمن کړي دي.

دوی وايي چې هدفي وژنې، غلاوې او په ښار کې د ناقانونه وسله والو  ګرځېدل هغه څه دي چې د ښار امنيت يې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د مزار ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکي ثمرالدين له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې  په دې ورستيو کې د مزار ښار امنيتي وضعيت تر بل هر وخت زيات خراب شوی دی.

نوموړی يې لامل د ښار په کوڅو او واټونو کې د نامسووله وسله والو شتون او ګرځېدل يادوي، چې په وينا يې د خلکو د ازار او اذيت سبب ګرځي.

هغه وايي: (( زه چې کله هم ښار کې ګرځم او يا له يو ځای څخه بل ځای ته روان و اوسم؛ نو ډېره وېره راسره وي چې هسې نه څوک مې مخه ونه نيسي)).

ثمرالدين پژواک اژانس ته وويل، چې ډېری دغه وسله وال په لارو کې خلک راتاووې او ورسره شته توکي ترې اخلي.

login or register a new account.

ورته موضوع