منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۰ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نامسوولو وسله والو د مزار شريف ښار ښاريانو ته ستونزې پيدا کړې

· ۵ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

مزار شريف ( پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه، ۹۷): د بلخ ولايت د مزار شريف اوسېدونکي وايي چې په ښار کې د نا مسووله وسله والو زياتېدو يې ستونزې يې زياتې شوي دي.

د بلخ د ولايتي شورا يو شمېر غړي او مدني فعالان بيا د ښار امنيتي مسولين په ناغېړۍ تورنوي او زياتوي که د يادو نا امنيو مخه ونه نيول شي؛ نو خطرناکې پايلې به ولري.

د بلخ امنيه قومنداني هم په ښار کې د پېښو د زياتوالي پخلی کوي؛ خو وايي چې د خلکو له همکارۍ پرته يې مخنيوی ستونزمن دی.

د مزار شريف اوسېدونکي په دغه ښار کې وروستيو رامنځته شويو نا امنيو او پېښو اندېښمن کړي دي.

دوی وايي چې هدفي وژنې، غلاوې او په ښار کې د ناقانونه وسله والو  ګرځېدل هغه څه دي چې د ښار امنيت يې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د مزار ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکي ثمرالدين له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې  په دې ورستيو کې د مزار ښار امنيتي وضعيت تر بل هر وخت زيات خراب شوی دی.

نوموړی يې لامل د ښار په کوڅو او واټونو کې د نامسووله وسله والو شتون او ګرځېدل يادوي، چې په وينا يې د خلکو د ازار او اذيت سبب ګرځي.

هغه وايي: (( زه چې کله هم ښار کې ګرځم او يا له يو ځای څخه بل ځای ته روان و اوسم؛ نو ډېره وېره راسره وي چې هسې نه څوک مې مخه ونه نيسي)).

ثمرالدين پژواک اژانس ته وويل، چې ډېری دغه وسله وال په لارو کې خلک راتاووې او ورسره شته توکي ترې اخلي.

د هغه په وينا که څوک يې له ورکولو انکار وکړي او يا د تېښتې لاره غوره کړي؛ نو حتی وژل کېږي.

د بلخ پوهنتون محصله او د مزار ښار د اتمې ناحيې اوسېدونکې نفيسه هم له ورته نا امنيو شکايت کوي.

هغې چې په تور حجاب کې يې  مخ پېچلی و ، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوهنتون ته د تګ پر مهال د وېرې احساس کوي.

نوموړې زياته کړه چې که کله يې نورې همصنفيانې ورسره نه وي، نو دا په هغې ورځې پوهنتون ته نه ځي.

نفيسې پژواک ته وويل: (( دې وروستيو څو مياشتو کې مو ښار کې ټوپکيان بيخي زيات شوي، په هره کوڅه او څلور لارې کې ناست وي او ځيني وخت له درنو وسلو سره په ښار کې ګرځي)).

هغه له امنيتي ځواکونو غواړي چې د يادو وسله والو او نا امنيو مخه ونيسي.

سيد عالم سيلاب د مزار شريف ښار د نوشاد سيمې اوسېدونکی دی او په بلخ ولايت کې مدني فعاليتونه ترسره کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دوه ورځې وړاندې له دفتره د کور پر لور روان و، چې دوه موټر سايکل سپاره وسله وال يې مخې ته ودرېدل.

سيلاب وايي : (( مازيګر و، کور ته پر لاره وم، چې دوه وسله والو مې موټر سايکل مخې ته ودراوه، يوه يې د ټوپک په ميل ووهلم او بل مې له جېبه پيسې او تليفونونه وويستل، ما د خپل څنګ کور دروازې خوا منډه کړه، له شا راپسې ډزې هم وشوې، خو ژوند راسره ياري وکړه)).

سيد عالم وايي چې دغه ډول پېښې يې په ښار کې بيخي عادي شوي دي.

مدني فعالان بيا ياد ناقانونه وسله وال په زوراورو چارواکو، پخوانيو قومندانانو او وکيلانو پورې تړلي بولي.

مدني فعال نجيب پيکان په دې تړاو پژواک ته وويل چې که د ياد حالت مخنيوی ونشي؛ نو خطرناکې پايلې به ولري.

هغه زياتوي چې د بلخ سيمه ييز حکومت او تر څنګ يې آن مرکزي حکومت هم بايد د مزار ښار امنيت لپاره جدي پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د بلخ د ولايتي شورا ځيني غړي هم په ښار کې د نا امنيو او خپلسريو په تړاو د خلکو د اندېښنو پخلی کوي.

د ولايتي شورا غړي محمد هاشم عظيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی ته هم په دې تړاو ډېر شکايتونه راځي.

هغه د چا نوم نه اخلي، خو وايي چې يو شمېر کړۍ په لوی لاس ښار کې نا امنۍ ته لمن وهي.

نوموړي د بلخ پر امنيتي چارواکو هم تور پورې کړ د يادو خپلسريو په کابو کولو کې پاتې راغلي دي.

عظيمي  زياته کړه : (( که امنيتي ځواکونه وغواړي، په اسانۍ سره د شته خپلسريو مخه نيولی شي؛ خو موږ هم نه پوهېږو، چې د دوی هڅې ولې ښې پايلې نه لري)).

د ولايتي شورا دغه غړي د بلخ له سيمه ييزو چارواکو غوښتنه وکړه چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د بلخ امنيتي چارواکي هم په ښار کې د پېښو د زياتوالي خبره تاييدوي؛ خو زياتوي چې د خلکو له همکارۍ پرته يې مخنيوی ستونزمن دی.

د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند شيرجان دراني پژواک سره په خبرو کې وويل، چې پوليس شپه او ورځ د خلکو د ځان او مال ساتنې برخه کې دنده ترسره کوي.

نوموړي زياته کړه چې د ډېری پېښو عاملين يې نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.

دراني د خپلو خبرو په دوام کې له امنيتي ځواکونو سره د خلکو پر همکارۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې دې برخه کې ځيني ستونزې موجودې دي.

هغه وويل: (( موږ نږدې ټولو قضيو ته رسيدګې کړې، د پېښو عاملين مو نيولي؛ خو که په دې برخه کې ښاريان هم له پوليسو سره همکاري زياته کړي؛ نو باوري يم چې د ډېری پېښو مخه به ونيول شي)).

د امنيه قومندانۍ وياند زياته کړه چې د ښار د لا امنيت په موخه يې ښاري ګارنيزيون قوي کړی او هڅه يې دا ده چې د ټولو ناقانونه کړنو مخه ونيسي.

د يادونې وړ ده چې تېره اونۍ هم د مزار شريف ښار  په سجاديه کارته کې د دوو وسله والو ډلو تر منځ نښته کې درې کسان وژل شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه