کابل (پژواک،۲٢چنګاښ ۹۷): د پاکستان بلوچستان نشنل عوامي ګوند په ټاکنیزه غونډه کې د ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۲۸ کسان وژل شوي او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان دي.
دا برید چې مسوولیت یې داعش ډلې منلى د جمعې ورځې ماسپښین مهال د پاکستان بلوچستان ایالت په مستونګ ښارکې په یوه ټاکنیزه غونډه کې شوی دی.
د راپورونو له مخې، دا له تېر یو کال راهیسې پاکستان کې تر ټولو ستر برید او د یوې اوونۍ په ترڅ کې په ټاکنیزه غونډه درېیم برید دی.
ټاکل شوې چې د روان کال د جولای په ۲۵مه، په پاکستان کې ټاکنې ترسره شي.
د سرچینو په وینا، سیمه ییزو ټاکنو ته یو نوماند هم د وژل شوو کسانو په ډله کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې ځانمرګي برید څخه څو ساعته وړاندې د یوې ټاکنیزې غونډې پرمهال د پاکستان شمال ختیځ د بنو ښار کې د بم چاودنه کې څلور کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
login or register a new account.