ژبه

د پاکستان له بندخونو ۷۹ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول

هجرت‌الله کاکړ

جون 4, 2026 - 11:27 am

Views: 5

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له بندخونو ۷۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ۷۹ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو تر ازادېدو وروسته د تورخم فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستانه شول.

سرچینې لیکلي، په دغو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل دي چې د استوګني سندونو کې د ستونزو له امله نیول شوې وو او مختلفې مودې یې په بند کې تېرې کړې وې.

سرچینې زیاته کړې، یاد کډوال تر ثبت او د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

د کډوالو وزارت لیکلي، د هغوی د ازادېدو او راستنېدو هرکلی کوي او ډاډ ورکوي چې له اړوند بنسټونو سره په همغږۍ د هغوی ستونزو حلولو او اسانتیاوو برابرولو کې لازمې هڅې کوي.