اسعداباد (پژواک، ٣١ زمرى ٩٧): تېره شپه د پاکستاني پوځيانو په توغنديز بريد کې د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې دوه ماشومان وژل شوي او يو ټپي دى.
د کونړ د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي چارو مسوول فريدالله دهقان پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستاني پوځيانو تېره شپه درې توغندي وتوغول چې د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړۍ سيمه کې ولګېدل.
دهقان وايي چې له دغو توغنديو يو د سيمې د اوسېدونکي محمدنبي په کور کې لګېدلى چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او يو ټپي دى.
پاکستاني چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د راپورونو له مخې، پاکستان تر دې مخکې هم پر کونړ ولايت راکټي بريدونه کړي او ګڼ شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.