منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پر کونړ د پاکستاني ځواکونو بريد کې دوه ماشومان وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۰ کتنې

اسعداباد (پژواک، ٣١ زمرى ٩٧): تېره شپه د پاکستاني پوځيانو په توغنديز بريد کې د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې دوه ماشومان وژل شوي او يو ټپي دى.

د کونړ د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي چارو مسوول فريدالله دهقان پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستاني پوځيانو تېره شپه درې توغندي وتوغول چې د سرکاڼو ولسوالۍ په  شونکړۍ سيمه کې ولګېدل.

دهقان وايي چې له دغو توغنديو يو د سيمې د اوسېدونکي محمدنبي په کور کې لګېدلى چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او يو ټپي دى.

پاکستاني چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د راپورونو له مخې، پاکستان تر دې مخکې هم  پر کونړ ولايت راکټي بريدونه کړي او ګڼ شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه