ښرنه (پژواک، ١١ تله ٩٧): د پکتيکا د څو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د شپې له مخې مخابراتي شبکې کار نه کوي چې له امله يې له ستونزو سره مخ دي.
د دغه ولايت د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي زمرجان د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دوو اوونيو راهيسې د شپې له مخې مخابراتي شبکې کار نه کوي.
ده زياته کړه: ((د مازديګر له پنځو بجو د سهار تر شپږ بجو پورې ټيلېفونونه کار نه کوي، دا يو غټ مشکل دى، بايد حل شي.))
دغه راز د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي ولي خان هم پژواک ته وويل چې د طالبانو په امر له څه مودې راهيسې د شپې له مخې مخابراتي شبکې کار نه کوي.
نوموړي له طالبانو غوښتنه وکړه چې مخابراتي شبکې بندې نه کړي؛ ځکه ډېر تاوان يې د حکومت په پرتله عامو خلکو ته دى.
همدارنګه د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي نوراغا پژواک ته وويل چې د جاني خېلو تر څنګ د شپې له مخې په خيرکوټ او يوسف خېلو ولسواليو کې هم مخابراتي شبکې کار نه کوي.
ده زياته کړه: ((دغه مسئله بايد طالبان او حکومت سياسي نه کړي؛ ځکه له دې خدماتو څخه عام خلک هم ګټه پورته کوي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
په دې اړه د پکتيکا د مخابراتو رييس ارسلا هاشمي پژواک ته وويل چې په يو شمېر ولسواليو کې طالبانو د شپې له مخې د مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى دى.
هغه وايي چې د دې ستونزې په اړه يې له اړوندو ادارو سره خبرې کړې او هغوى د حل په برخه کې ژمنه کړې ده.
دغه راز د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک ته وويل چې د مخابراتي شبکو مسوولين دې له وېرې پرته ٢٤ ساعته خدمات خلکو ته وړاندې کړي.
ده وويل: ((دغه کار د طالبانو په ضعف دلالت کوي، موږ يې امنيت نيسو، دوى دې مقصد خلکو ته ٢٤ ساعته خدمات وړاندې کړي.))
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د پکتيکا په يو شمېر سيمو کې د شپې له مخې طالبانو د مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى دى.
هغه وايي: ((موږ ځکه دغه کار کړى چې له مخابراتي شبکو څخه په ګټې اخيستنې سره امريکايان د شپې له مخې عام او بېګناه خلک په نښه کوي او وژني يې.))
د يادونې ده، د پکتيکا تر څنګ د يو شمېر نورو ولايتونو په ځينو سيمو کې هم طالبانو د شپې له مخې د مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى چې اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP