ژبه

د پکتیکا خلک د شپې له مخې د مخابراتي شبکو نه فعالیت له ستونزو سره مخ کړي

ښرنه (پژواک، ١١ تله ٩٧): د پکتيکا د څو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د شپې له مخې مخابراتي شبکې کار نه کوي چې له امله يې له ستونزو سره مخ دي.

د دغه ولايت د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي زمرجان د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دوو اوونيو راهيسې د شپې له مخې مخابراتي شبکې کار نه کوي.

ده زياته کړه: ((د مازديګر له پنځو بجو د سهار تر شپږ بجو پورې ټيلېفونونه کار نه کوي، دا يو غټ مشکل دى، بايد حل شي.))

دغه راز د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي ولي خان هم پژواک ته وويل چې د طالبانو په امر له څه مودې راهيسې د شپې له مخې مخابراتي شبکې کار نه کوي.

نوموړي له طالبانو غوښتنه وکړه چې مخابراتي شبکې بندې نه کړي؛ ځکه ډېر تاوان يې د حکومت په پرتله عامو خلکو ته دى.

همدارنګه د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي نوراغا پژواک ته وويل چې د جاني خېلو تر څنګ د شپې له مخې په خيرکوټ او يوسف خېلو ولسواليو کې هم مخابراتي شبکې کار نه کوي.

ده زياته کړه: ((دغه مسئله بايد طالبان او حکومت سياسي نه کړي؛ ځکه له دې خدماتو څخه عام خلک هم ګټه پورته کوي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د پکتيکا د مخابراتو رييس ارسلا هاشمي پژواک ته وويل چې په يو شمېر ولسواليو کې طالبانو د شپې له مخې د مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى دى.

هغه وايي چې د دې ستونزې په اړه يې له اړوندو ادارو سره خبرې کړې او هغوى د حل په برخه کې ژمنه کړې ده.

دغه راز د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني پژواک ته وويل چې د مخابراتي شبکو مسوولين دې له وېرې پرته ٢٤ ساعته خدمات خلکو ته وړاندې کړي.

ده وويل: ((دغه کار د طالبانو په ضعف دلالت کوي، موږ يې امنيت نيسو، دوى دې مقصد خلکو ته ٢٤ ساعته خدمات وړاندې کړي.))

login or register a new account.