تالقان(پژواک،١١مرغومى ٩٧):د تخار ولايت د دشت کلا اوسېدونکي او چارواکي وايي چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ بازار ته نږدې شوي، که چېرې جدي پاملرنه ونه شي، نو دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي.
دشت کلا ولسوالۍ دتخار ولايت د ماوراى کوکچې له سيمو څخه ده چې طالبانو ته ډېر ارزښت لري او په روان کال کې څو ځلې په دغه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې شوې دي.
د دشت کلا ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عبدالرووف حميدي د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله وال طالبان بازار ته ډېر نږدې شوي او خلک يې په اړه اندېښمن دي.
هغه وايي: ((طالبان چې اوس وغواړي، د بازار په منځ کې هم خلک دروي، تلاشي کوي يې او له ځانه سره يې بيايي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د تخار، کندوز، بغلان او بدخشان طالبان له يو بل سره همکاري کوي او د تګ راتګ لپاره يې په دې سيمه کې يو دهليز هم جوړ کړى دى.
ده له حکومتي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځي عمليات ترسره کړي.
دغه راز د دشت کلا اوسېدونکي حيات الله پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې نا امني ډېره شوې ده.
هغه وايي:((هره ورځ بازار ته نږدې جګړه وي، که عمليات ونه شي امکان لري چې دغه ولسوالۍ سقوط وکړي.))
همدارنګه د دشت کلا بل اوسېدونکى حکيم خان وايي چې که طالبان وغواړي د ولسوالۍ له بازار څخه په ډېرې اسانۍ سره خلک بيولى شي.
ده زياته کړه: ((له حکومت څخه طالبان په دې ولسوالۍ کې ډېر پياوړي دي، امنيت بايد ټينګ شي، خلک ډېر په تشويش کې دي.))
دغه راز د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نظام الدين غوري هم پژواک ته وويل چې په دشت کلا ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى.
هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې د پوليسو پرسونل کم دى، نو ځکه امنيتي ستونزې په کې ډېرې دي.
login or register a new account.