تالقان(پژواک،١١مرغومى ٩٧):د تخار ولايت د دشت کلا اوسېدونکي او چارواکي وايي چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ بازار ته نږدې شوي، که چېرې جدي پاملرنه ونه شي، نو دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي.
دشت کلا ولسوالۍ دتخار ولايت د ماوراى کوکچې له سيمو څخه ده چې طالبانو ته ډېر ارزښت لري او په روان کال کې څو ځلې په دغه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې شوې دي.
د دشت کلا ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عبدالرووف حميدي د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله وال طالبان بازار ته ډېر نږدې شوي او خلک يې په اړه اندېښمن دي.
هغه وايي: ((طالبان چې اوس وغواړي، د بازار په منځ کې هم خلک دروي، تلاشي کوي يې او له ځانه سره يې بيايي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د تخار، کندوز، بغلان او بدخشان طالبان له يو بل سره همکاري کوي او د تګ راتګ لپاره يې په دې سيمه کې يو دهليز هم جوړ کړى دى.
ده له حکومتي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځي عمليات ترسره کړي.
دغه راز د دشت کلا اوسېدونکي حيات الله پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې نا امني ډېره شوې ده.
هغه وايي:((هره ورځ بازار ته نږدې جګړه وي، که عمليات ونه شي امکان لري چې دغه ولسوالۍ سقوط وکړي.))
همدارنګه د دشت کلا بل اوسېدونکى حکيم خان وايي چې که طالبان وغواړي د ولسوالۍ له بازار څخه په ډېرې اسانۍ سره خلک بيولى شي.
ده زياته کړه: ((له حکومت څخه طالبان په دې ولسوالۍ کې ډېر پياوړي دي، امنيت بايد ټينګ شي، خلک ډېر په تشويش کې دي.))
دغه راز د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نظام الدين غوري هم پژواک ته وويل چې په دشت کلا ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى.
هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې د پوليسو پرسونل کم دى، نو ځکه امنيتي ستونزې په کې ډېرې دي.
دى زياتوي: ((که چيرې نور قوتونه هم له موږ سره يوځاى شي او موږ هم خپل پرسونل ډېر کړو، نو دشت کلا کې به امنيتي ستونزې کمې شي.))
د غوري په وينا، د دشت کلا ستونزه يې له اړوندو مسوولينو سره شريکه کړې، ترڅو د حل يوه لار ورته پيدا شي.
د يادونې ده چې له دشت کلا سره نښتې ولسوالۍ خواجه غار او خواجه بهاءالدين هم له لوړو امنيتي ګواښونو سره مخ دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










