پل علم (پژواک، ١٤ ورى ٩٨): په لوګر ولايت کې د ٣٢٨ ميليونو افغانيو په لګښت د نجونو او هلکانو د ۸۸ ښوونځیو لپاره د ودانيو او نورو برخو د جوړولو عملي چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر د پوهنې رييس عبدالوکيل کليوال وويل چې دغه ښوونیزې پروژې د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړې پاملرنې له مخې د اقراء پروګرام په مالي مرسته د ولسي تړون له لارې د ۳۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت په راتلونکو شپږو میاشتو کې جوړېږي.

د کليوال د معلوماتو له مخې، په يادو پروژو کې ٥٥ ښوونځيو ته د ودانيو جوړول، ٢٦ ښوونځيو ته د څاګانو کېندل او سولري برېښنا او اووه نورو ښوونځيو ته د عصري تشنابونو جوړول شامل دي.

ده زياته کړه: ((د دغو پروژو په تطبیق سره به د ۵۰ زره نجونو په ګډون شاوخوا ۱۳۸ زره زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شي.))

دغه راز د لوګر والي محمد انورخان اسحاقزي وويل چې حکومت د پوهنې د پرمختګ او پياوړتيا لپاره کلکه اراده لري.

هغه وايي: ((موږ له خلکو غواړو چې خپل بچي ښوونځيو ته ولېږي او ترڅنګ يې د ښوونځيو د ودانيو په ساتنه کې له موږ سره همکار وکړي.))

همدرانګه د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي له سيمه ييزو مسوولينو وغوښتل چې د پوهنې د کميت ترڅنګ کيفيت ته هم جدي پاملرنه وکړي.

د يادونې ده چې لوګر کې دا مهال ٣٠٧ ښوونيز مرکزونه دي چې له دې شمېرې څخه ١١٤ ودانۍ نه لري.