Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“کونړ کې د ازبکستانيانو او پاکستانيانو په ګډون د داعش ٤٣ وسله وال وژل شوي”

اسعد اباد (پژواک، ١٤ غويى ٩٨) : د ملي دفاع وزارت وايي چې په کونړ ولايت کې د هوايي بريدونو پر مهال د ازبکستانيانو او پاکستانيانو په ګډون د داعش ٤٣ وسله وال وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له خوا د غويي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عمليات د کونړ ولايت په چپه دره ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې، هوايي بريدونه نړيوالو ځواکونو ترسره کړي، خو افغان ځواکونو ورسره د ځمکې له لارې همکاري کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي،په دغو عملياتو کې دداعش يو مرکز له منځه وړل شوى او په کې د ازبکستانيانو او پاکستانيانو په ګډون ٤٣ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم  وايي چې دا عمليات تېر مازيګر د چپې درې ولسوالۍ اړونده سيمه کې ترسره شوي دي.

هغه وايي،په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

داعش ډلې ترا وسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.