Language

د بلخ لاريون کوونکي: حکومت دې د عملياتو په نوم ملکي وګړو ته زيان نه اړوي

مزارشريف (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۸) : لسګونو لاريون کوونکو د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ په عمومي چوک کې د مزار – شبرغان لويه لاره د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

ياد لاريون کوونکي وايي، د چنګاښ مياشتې لومړۍ نېټې په سهار د مزار – شبرغان لويې لارې امنيتي ځواکونو او سيمه ييزو پوليسو پر علم خېلو کلي عمليات کړي، چې په پايله کې يې ۲ ماشومان وژل شوي او ۲ نور ملکي وګړي ټپيان دي.

د علم خېلو کلي اوسېدونکي محمد حليم پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار حکومتي ځواکونو د ياد کلي په بازار کې ډزې پيل کړې، چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او ۲ نور ملکي کسان ټپيان دي.

هغه زياتوي، په سيمه کې يې وسله والو طالبانو حضور نه درلود؛ خو په خبره يې چې پوليسو د خلکو له خبرولو پرته په عملياتو او ډزو لاس پورې کړ.

نوموړي وويل: ((موږ نه پوهېږو چې څه وکړو؟ چېرته لاړ شو؟ هره ورځ مو په کورونو مرمۍ راورېږي، نه د شپې خوب لرو او نه د ورځې خپل کاروبار ته تللی شو، هېڅوک نشته چې زموږ غږ واوري)).

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د عملياتو په نوم ملکي وګړو ته زيان ونه رسوي.

د بلخ ولسوالۍ بل اوسېدونکي حاجي معراج الدين پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو له کړنو څخه خلک تر پوزې راغلي دي.

هغه زياته کړه، که په سيمه کې يې د شته بې باوريو مخنيوی ونه شي، نو د حکومت او خلکو تر منځ فاصلې به زياتې شي.

دغه قومي مشر همدا راز وايي چې د مزار – شبرغان لويه لار به تر هغه مهاله پورې تړلې وي، څو يې په حق کې عدالت نه وي شوی.

login or register a new account.