منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ لاريون کوونکي: حکومت دې د عملياتو په نوم ملکي وګړو ته زيان نه اړوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۴ کتنې

مزارشريف (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۸) : لسګونو لاريون کوونکو د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ په عمومي چوک کې د مزار – شبرغان لويه لاره د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

ياد لاريون کوونکي وايي، د چنګاښ مياشتې لومړۍ نېټې په سهار د مزار – شبرغان لويې لارې امنيتي ځواکونو او سيمه ييزو پوليسو پر علم خېلو کلي عمليات کړي، چې په پايله کې يې ۲ ماشومان وژل شوي او ۲ نور ملکي وګړي ټپيان دي.

د علم خېلو کلي اوسېدونکي محمد حليم پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار حکومتي ځواکونو د ياد کلي په بازار کې ډزې پيل کړې، چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او ۲ نور ملکي کسان ټپيان دي.

هغه زياتوي، په سيمه کې يې وسله والو طالبانو حضور نه درلود؛ خو په خبره يې چې پوليسو د خلکو له خبرولو پرته په عملياتو او ډزو لاس پورې کړ.

نوموړي وويل: ((موږ نه پوهېږو چې څه وکړو؟ چېرته لاړ شو؟ هره ورځ مو په کورونو مرمۍ راورېږي، نه د شپې خوب لرو او نه د ورځې خپل کاروبار ته تللی شو، هېڅوک نشته چې زموږ غږ واوري)).

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د عملياتو په نوم ملکي وګړو ته زيان ونه رسوي.

د بلخ ولسوالۍ بل اوسېدونکي حاجي معراج الدين پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو له کړنو څخه خلک تر پوزې راغلي دي.

هغه زياته کړه، که په سيمه کې يې د شته بې باوريو مخنيوی ونه شي، نو د حکومت او خلکو تر منځ فاصلې به زياتې شي.

دغه قومي مشر همدا راز وايي چې د مزار – شبرغان لويه لار به تر هغه مهاله پورې تړلې وي، څو يې په حق کې عدالت نه وي شوی.

نوموړي له طالبانو هم غوښتنه وکړه، چې له خپل زور څخه په استفادې دې د خلکو په کورونو کې سنګرونه نه جوړوي او نه دې هم له عامو خلکو څخه د سپر په توګه کار اخلي.

په ورته وخت کې بيا د بلخ امنيه قومانداني هم مني چې په بلخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.

د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې دوی ته هم په ياده پېښه کې د يوه ملکي تن د وژل کېدو او يوه بل د ټپي کېدو خبر رسېدلی دی.

خو نوموړی وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې ياده مرګ ژوبله د امنيتي ځواکونو او که د وسله والو طالبانو له خوا اوښتې ده .

هغه زياتوي، پوليس به د يادې قضيې په اړه بې تفاوته پاتې نه شي او له څېړنو وروسته به يې پايلې له خلکو سره شريکې کړي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند همدا راز وايي، يو شمېر کسان په منظم ډول د امنيتي ځواکونو د بدنامولو لپاره تبليغات کوي چې په خبره يې دوی به يې پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه