Language

د کابل- غزني پر لویه لار ناامنیو د غزني خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي

غزني ښار (پژواک، ٢١ تله ٩٨): د غزني اوسېدونکي د کابل- غزني پر لويه لار له ناامنيو شکايت کوي او وايي چې پر دې لار تېريدل ورته ډېر ستونزمن شوي دي.

دوى وايي چې پر دې لار، په ځانګړي ډول د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې طالبان پر سړک ولاړ وي او مسافر له موټر ښکته کوي.

د غزني ښار اوسېدونکي محمد زبير د تلې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د کابل- غزني لويه لار ډېره نا امنه شوې ده.

هغه وايي چې د یادې لارې په اوږدو کې څو ځايه طالبان ولاړ وي، خلک له موټرو کښته کوي، تلاشي کوي يې او که څوک په دولت کې دنده ولري، نو وژني يې.

ده وويل: ((په دې ټوله لار کې يوځاى هم پوسته نشته، کله کله په يونيم ځاى کې د ملي اردو کسان ولاړ وي.))

دغه راز د همدې لارې يوه موټر چلوونکي شکرالله پژواک ته وويل، داسې ډېرې لږې ورځې به وي چې پر یاده لار جګړه نه وي.

دى وايي: ((څو ورځې مخکې طالبانو زما له موټره يو کس ښکته کړ، وروسته پوه شوم چې پوليس و، خو اوس معلومه نه ده چې وژلى دى او که ژوندى دى؟))

همدارنګه په غزني کې د ملي اردو يوه سرتېري عبدالله پژواک ته وويل چې کور يې په کابل کې دى خو په مياشتو هم کور ته نه شي تلاى.

عبدالله زياته کړه: ((زه کور ته نه ځم، کېداى شي په مرګ مې تمام شي؛ ځکه کوم ملګري چې ځي، ځيني يې رسېږي او نور يې په لار کې حتمن ښکته کوي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

بلخوا د غزني امنيتي چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د غزني- کابل لويه لار ناامنه شوې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.