غزني ښار (پژواک، ٢١ تله ٩٨): د غزني اوسېدونکي د کابل- غزني پر لويه لار له ناامنيو شکايت کوي او وايي چې پر دې لار تېريدل ورته ډېر ستونزمن شوي دي.
دوى وايي چې پر دې لار، په ځانګړي ډول د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې طالبان پر سړک ولاړ وي او مسافر له موټر ښکته کوي.
د غزني ښار اوسېدونکي محمد زبير د تلې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د کابل- غزني لويه لار ډېره نا امنه شوې ده.
هغه وايي چې د یادې لارې په اوږدو کې څو ځايه طالبان ولاړ وي، خلک له موټرو کښته کوي، تلاشي کوي يې او که څوک په دولت کې دنده ولري، نو وژني يې.
ده وويل: ((په دې ټوله لار کې يوځاى هم پوسته نشته، کله کله په يونيم ځاى کې د ملي اردو کسان ولاړ وي.))
دغه راز د همدې لارې يوه موټر چلوونکي شکرالله پژواک ته وويل، داسې ډېرې لږې ورځې به وي چې پر یاده لار جګړه نه وي.
دى وايي: ((څو ورځې مخکې طالبانو زما له موټره يو کس ښکته کړ، وروسته پوه شوم چې پوليس و، خو اوس معلومه نه ده چې وژلى دى او که ژوندى دى؟))
همدارنګه په غزني کې د ملي اردو يوه سرتېري عبدالله پژواک ته وويل چې کور يې په کابل کې دى خو په مياشتو هم کور ته نه شي تلاى.
عبدالله زياته کړه: ((زه کور ته نه ځم، کېداى شي په مرګ مې تمام شي؛ ځکه کوم ملګري چې ځي، ځيني يې رسېږي او نور يې په لار کې حتمن ښکته کوي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
بلخوا د غزني امنيتي چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د غزني- کابل لويه لار ناامنه شوې ده.
ده زياته کړه: ((دغه ستونزه تر ډېره د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې ده، زموږ په برخه کې دومره مشکل نشته.))
نوري ډاډ ورکړ چې اړوند چارواکي به د دې لارې د امنيت د تامين لپاره ډېر ژر اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې نوري په خپله فېسبوک پاڼه له خلکو غوښتي وو چې د غزني- کابل پر لار تګ راتګ ونه کړي؛ ځکه طالبان په لار کې تلاشي کوي.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو له دې وړاندې د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي چې طالبان د لويو لارو په اوږدو کې ملکي خلکو ته ستونزې نه جوړوي.
د يادونې ده، څو ورځې وړاندې طالبانو د غزني د امنيې قوماندانۍ ملکي مرستيال او د تخنيک امر د همدې لارې په اوږدو کې له موټره کښته کړل او وروسته يې ووژل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










