Language

د پکتيا ۱۰۳ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي

ګردېز (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٨): په پکتيا ولايت کې د ٧٨٠ ميليونه افغانيو په لګښت د  ۱۰۳ ښوونځيو ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير مجيب رحمن کريمي نن ګردېز ته د رسمي په ترڅ کې د دغو ښوونځيو ودانیو د چارو پرانيسته وکړه او ويې ويل چې د دې ودانيو په جوړولو شاوخوا ۷۸۰ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

مجيب رحمن کريمي وويل چې ياد ښوونځي د اقرا پروګرام له لارې د دغه ولايت په مرکز او ټولو ولسواليو کې جوړېږي.

کريمي پژواک ته وويل چې د ښوونځيو د ودانيو جوړول د ولسمشر غني په لارښوونه د دغه وزارت په کاري لومړيتوبونو کې دي او د پروژې له پرانيستې وروسته يې کابو ټولې چارې د اړوندو ولايتي ادارو مسووليت دی چې په سم ډول ترسره شي.

ده زياته کړه: ((په دغو مکتبونو کې څلور، شپږ، اته، لس او دوولس صنفه مکاتب دي، نن مو يې د کار پيل وکړ. د دې ټولو ۱۰۳ مکتبونو لپاره مو کابو لس ميليونه ډالر اختصاص کړي او اميدوار يو چې د يو کال په جريان کې يې کار د خلکو په مرسته پای ته ورسېږي.))

دغه راز د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې د دغو ښوونځيو په جوړېدو سره په دغه ولايت کې د ښوونځيو د ودانيو د ۷۵ سلنه کموالي ستونزه کابو په بشپړ ډول حل شي.

کټوازي پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو له خوا هم په زرمت ولسوالۍ کې د نجونو د يوولس تړلو ښوونځيو د پرانيستلو يو مهم شرط د ښوونځيو د ودانيو شتون ياد کړی او هيله من دی چې د دې ودانيو په جوړېدو سره به ياد ښوونځي بېرته پرانيستل شي.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ په څلوېښت ښوونځيو عملاً کار روان دی، د ۲۵ نورو ښوونځيو ودانۍ په شهر سازي وزارت کې تر کار لاندې دي او ۱۰۳ دا دي چې د هغو ښوونځيو شاوخوا ۹۹ فيصده پوره کوي چې تعميرونه يې نه لرل.))

د پکتيا د ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځی په سم کيفيت د يادو پروژو پر پلې کېدو ټينګار کوي او وايي چې له دې مخکې د کليو بيارغونې او پراختيا او پوهنې وزارتونو ځينې پروژې په خراب کيفيت ترسره شوې چې بېرته ويجاړې شوې دي.

ځاځي پژواک ته وويل: ((په هغو پروژو کې چې ستونزې دي، له رسنيو غواړو چې په دې برخه کې کار وکړي. دولت مکلف دی چې د پروژو پلي کولو ته بودجه برابره کړي، ولس مکلف دی چې د پروژو په ترسره کېدو کې همکاري وکړي.))

د يادو ۱۰۳ ښوونځيو د ودانیو د چارو پيل د ګردېز اړوند د سيدانو کلي د شاه افضلي لومړني ښوونځي د بنسټ ډبرې په اېښودو پيل شو.

د ياد کلي قومي مشر او ښوونکی حاجي عبدالله د يادو ودانيو پر جوړېدو خوښي ښيي او وايي چې له دې سره به په ښوونځيو کې د زده کوونکو، په تېره د نجونو ګډون زيات شي.

login or register a new account.

Related Topics