منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتيا ۱۰۳ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

ګردېز (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٨): په پکتيا ولايت کې د ٧٨٠ ميليونه افغانيو په لګښت د  ۱۰۳ ښوونځيو ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير مجيب رحمن کريمي نن ګردېز ته د رسمي په ترڅ کې د دغو ښوونځيو ودانیو د چارو پرانيسته وکړه او ويې ويل چې د دې ودانيو په جوړولو شاوخوا ۷۸۰ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

مجيب رحمن کريمي وويل چې ياد ښوونځي د اقرا پروګرام له لارې د دغه ولايت په مرکز او ټولو ولسواليو کې جوړېږي.

کريمي پژواک ته وويل چې د ښوونځيو د ودانيو جوړول د ولسمشر غني په لارښوونه د دغه وزارت په کاري لومړيتوبونو کې دي او د پروژې له پرانيستې وروسته يې کابو ټولې چارې د اړوندو ولايتي ادارو مسووليت دی چې په سم ډول ترسره شي.

ده زياته کړه: ((په دغو مکتبونو کې څلور، شپږ، اته، لس او دوولس صنفه مکاتب دي، نن مو يې د کار پيل وکړ. د دې ټولو ۱۰۳ مکتبونو لپاره مو کابو لس ميليونه ډالر اختصاص کړي او اميدوار يو چې د يو کال په جريان کې يې کار د خلکو په مرسته پای ته ورسېږي.))

دغه راز د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې د دغو ښوونځيو په جوړېدو سره په دغه ولايت کې د ښوونځيو د ودانيو د ۷۵ سلنه کموالي ستونزه کابو په بشپړ ډول حل شي.

کټوازي پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو له خوا هم په زرمت ولسوالۍ کې د نجونو د يوولس تړلو ښوونځيو د پرانيستلو يو مهم شرط د ښوونځيو د ودانيو شتون ياد کړی او هيله من دی چې د دې ودانيو په جوړېدو سره به ياد ښوونځي بېرته پرانيستل شي.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ په څلوېښت ښوونځيو عملاً کار روان دی، د ۲۵ نورو ښوونځيو ودانۍ په شهر سازي وزارت کې تر کار لاندې دي او ۱۰۳ دا دي چې د هغو ښوونځيو شاوخوا ۹۹ فيصده پوره کوي چې تعميرونه يې نه لرل.))

د پکتيا د ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځی په سم کيفيت د يادو پروژو پر پلې کېدو ټينګار کوي او وايي چې له دې مخکې د کليو بيارغونې او پراختيا او پوهنې وزارتونو ځينې پروژې په خراب کيفيت ترسره شوې چې بېرته ويجاړې شوې دي.

ځاځي پژواک ته وويل: ((په هغو پروژو کې چې ستونزې دي، له رسنيو غواړو چې په دې برخه کې کار وکړي. دولت مکلف دی چې د پروژو پلي کولو ته بودجه برابره کړي، ولس مکلف دی چې د پروژو په ترسره کېدو کې همکاري وکړي.))

د يادو ۱۰۳ ښوونځيو د ودانیو د چارو پيل د ګردېز اړوند د سيدانو کلي د شاه افضلي لومړني ښوونځي د بنسټ ډبرې په اېښودو پيل شو.

د ياد کلي قومي مشر او ښوونکی حاجي عبدالله د يادو ودانيو پر جوړېدو خوښي ښيي او وايي چې له دې سره به په ښوونځيو کې د زده کوونکو، په تېره د نجونو ګډون زيات شي.

نوموړی وايي: ((زموږ اولادونه او لورڼې دلته زده کړې کوي، موږ له جنرال عبدالکريم هم مننه کوو چې دغه مکتب ته يې بلاعوضه يو نيم جريب ځمکه ورکړه، دا زموږ لپاره اساسي کار دی.))

د شاه افضلي ښوونځيو د څلورم ټولګي زده کوونکی سيد وحيدالله وايي چې تر سره لمر لاندې زده کړې کوي چې د باران او د هوا د نورو نامساعدو حالاتو پر مهال له زده کړو پاتې کېږي، خو ښوونځي ته د ودانۍ په جوړېدو سره به يې دا ستونزه حل شي.

ده زياته کړه: ((دلته ګرد، خاورې، باد، باران يا سخت لمر وي، ډېر خوشاله يم چې تعمير راته جوړ شي، بيا به په ښه فضا کې درس وايو.))

په پکتيا کې د پوهنې رياست اړوند ټول ۴۰۵ تعليمي مرکزونه او ښوونځي دي چې د ښوونځيو له ډلې يې شاوخوا ۷۵ سلنه ودانۍ نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه