کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۹۸): د تېر کال د ولسي جرګې او روان کال د ولسمشریزو ټاکنو سلګونه لنډ مهاله کارکوونکي شکایت لري چې د کمېسیون له خوا یې تراوسه تنخواوې نه دي ورکړل شوې.
د ولسي جرګې ټاکنې د تېر ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه او د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه ترسره شوې.
پژواک خبري اژانس له یوشمېر دغو کارکوونکو سره په کابل او ځینو لایتونو کې مرکې کړې. هغوی وایي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د دواړو ټاکنو د ورځو په پای کې د دوی تنخواوې ورکړې وای؛ خو تراوسه نه دي ورکړل شوې.
په کابل کې د کمېسیون لنډمهاله کارکوونکي
د حکومت یوه کارکوونکې بصیره چې د ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د کمېسیون له خوا د یوې ورځې کار لپاره د لنډ مهاله کارکوونکې په توګه ګومارل شوې وه، پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه له ۱۲ نورو کسانو سره د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې په یوه ټاکنیز سایټ کي په دندو ګومارل شوي وو، کمېسیون راسره ژمنه کړې وه چې د ټاکنو د ورځې په پای کې به موږ ته سل ډالر راکوي؛ خو تراوسه یې نه دي راکړي.»
هغې زیاته کړه چې په یادو ټاکنو کې، یواځې د دوی له کوره د کمېسیون د لنډ مهاله کارکوونکو په توګه پنځو کسانو کار کړی و، چې ټولو یې تراوسه خپل امتیازونه نه دي ترلاسه کړي.
هغه وايي: «موږ څو ځله له کمېسیون او خپلو استازو سره اړیکې نیولې، خو هېڅ ګټه یې ونه کړه، اخر مو پرېښودل؛ ځکه چې موږ ټول د دولت رسمي کارکوونکی یو، نه کېږي چې هره ورځ غیرحاضري وکړو او په تللو اوبو پسې وګرځو.»
د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د پوهنې وزارت یوه کارکوونکي محمد عارف کړوخېل، پژواک ته وویل: «موږ ۱۲ کسان د رایو ورکولو په یوه محل کې د لنډ مهاله کارکوونکو په توګه په دندو ګومارل شوي وو او تر ماښامه مو کار وکړ، سختۍ مو تېرې کړې، خو تراوسه مو تنخواوې نه دي ترلاسه کړې، له یوه کاله ډېر وخت وشو.»
هغه په داسې حال کې چې څو ځله کمېسیون ته ورغلى او هلته د دغو کارکوونکو د ستونزې د حل لپاره څوک نه دي حاضر شوي، زیاته يې کړه: «په مخکینیو ټاکنو کې ډېر شمېر لنډ مهاله کارکوونکي پېژنم چې تراوسه یې خپلې تنخواوې نه دي ترلاسه کړې، د هغوی یوشمېر له خپله حقه تېر دي.»
هغه وویل، له دې امله چې تراوسه یې د ولسي جرګې د ټاکنو معاشونه نه دي ترلاسه کړي، له دې سره چې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د لنډ مهاله کارکوونکي په توګه کار ونه کړ، رایه یې هم نه ده ورکړې.
خو په خبره یې د کابل پوهنتون له محصلانو یو تن د نوموړي خوریي محمد نذیر چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې یې په سروبي ولسوالۍ کې د رایې ورکولو په یوه محل کې یوه ورځ کار کړی و، هم تراوسه خپل معاش نه دی ترلاسه کړی.
login or register a new account.