منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۸ غ.و
۷°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ټاکنو کمېسون سلګونه لنډ مهاله کارکوونکي د تنخواوو له نه ورکولو شکایت کوي

· ۶ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۹۸): د تېر کال د ولسي جرګې او روان کال د ولسمشریزو ټاکنو سلګونه لنډ مهاله کارکوونکي شکایت لري چې د کمېسیون له خوا یې تراوسه تنخواوې نه دي ورکړل شوې.

د ولسي جرګې ټاکنې د تېر ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه او د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه ترسره شوې.

پژواک خبري اژانس له یوشمېر دغو کارکوونکو سره په کابل او ځینو لایتونو کې مرکې کړې. هغوی وایي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د دواړو ټاکنو د ورځو په پای کې د دوی تنخواوې ورکړې وای؛ خو تراوسه نه دي ورکړل شوې.

په کابل کې د کمېسیون لنډمهاله کارکوونکي

د حکومت یوه کارکوونکې بصیره چې د ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د کمېسیون له خوا د یوې ورځې کار لپاره د لنډ مهاله کارکوونکې په توګه ګومارل شوې وه، پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه له ۱۲ نورو کسانو سره د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې په یوه ټاکنیز سایټ کي په دندو ګومارل شوي وو، کمېسیون راسره ژمنه کړې وه چې د ټاکنو د ورځې په پای کې به موږ ته سل ډالر راکوي؛ خو تراوسه یې نه دي راکړي.»

هغې زیاته کړه چې په یادو ټاکنو کې، یواځې د دوی له کوره د کمېسیون د لنډ مهاله کارکوونکو په توګه پنځو کسانو کار کړی و، چې ټولو یې تراوسه خپل امتیازونه نه دي ترلاسه کړي.

هغه وايي: «موږ څو ځله له کمېسیون او خپلو استازو سره اړیکې نیولې، خو هېڅ ګټه یې ونه کړه، اخر مو پرېښودل؛ ځکه چې موږ ټول د دولت رسمي کارکوونکی یو، نه کېږي چې هره ورځ غیرحاضري وکړو او په تللو اوبو پسې وګرځو.»

د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د پوهنې وزارت یوه کارکوونکي محمد عارف کړوخېل، پژواک ته وویل: «موږ ۱۲ کسان د رایو ورکولو په یوه محل کې د لنډ مهاله کارکوونکو په توګه په دندو ګومارل شوي وو او تر ماښامه مو کار وکړ، سختۍ مو تېرې کړې، خو تراوسه مو تنخواوې نه دي ترلاسه کړې، له یوه کاله ډېر وخت وشو.»

هغه په داسې حال کې چې څو ځله کمېسیون ته ورغلى او هلته د دغو کارکوونکو د ستونزې د حل لپاره څوک نه دي حاضر شوي، زیاته يې کړه: «په مخکینیو ټاکنو کې ډېر شمېر لنډ مهاله کارکوونکي پېژنم چې تراوسه یې خپلې تنخواوې نه دي ترلاسه کړې، د هغوی یوشمېر له خپله حقه تېر دي.»

هغه وویل، له دې امله چې تراوسه یې د ولسي جرګې د ټاکنو معاشونه نه دي ترلاسه کړي، له دې سره چې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د لنډ مهاله کارکوونکي په توګه کار ونه کړ، رایه یې هم نه ده ورکړې.

خو په خبره یې د کابل پوهنتون له محصلانو یو تن د نوموړي خوریي محمد نذیر چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې یې په سروبي ولسوالۍ کې د رایې ورکولو په یوه محل کې یوه ورځ کار کړی و، هم تراوسه خپل معاش نه دی ترلاسه کړی.

خو دا یواځې کابل نه دی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو شمېر لنډ مهاله کاکوونکي د تنخواوو له نه ورکولو شکایت کوي؛ په یوشمېر ولایتونو کې هم دا ډول شکایتونه شته.

په نیمروز ولایت کې د ټاکنو کميسیون یوه لنډ مهاله کارکوونکي محمد پژواک ته وویل چې د روان کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د زرنج ښار په یوه ټاکنیز محل کې يې دنده ترسره کړې؛ خو تراوسه یې تنخوا نه ده ورکړل شوې.

هغه زیاته کړه: «موږ په ستونزمنو او ګواښوونکو امنیتي حالاتو کې چې هره لحظه د چاودنې د رامنځته کېدو انتظار کېده؛ تر ناوخته مو کار وکړ، او تراوسه مو امتیاز نه دی ترلاسه کړی او هېڅ نه پوهېږو چې ولې ترواسه زموږ معاش نه دی راکړل شوی، کله چې کمېسیون ته ورشو، په نن او سبا یې کوي.»

نوموړي له مسوولو بنسټونو وغوښتل څو په دغه برخه کې پاملرنه وکړي.

د ټاکنو یوه بل کارکوونکي امید په مستعار نامه وویل: «په ټاکنو ميلیونونه ډالر لګښت وشو، خو تراوسه ۳۰۰۰ افغانۍ تنخوا نه ده ورکړل شوې.»

په همدې حال کې د غور ولایت د فيروزکوه ښار د رایې ورکونې د یوه محل رییس عبدالروف هم دغه ډول شکایت لري او وايي، چې تراوسه یې د ټاکنو له کمېسیونه هېڅ امتیاز نه دی ترلاسه کړی.

خو د هغه په خبره، په دغه ولایت کې د کميسیون یوشمېر لنډ مهاله کارکوونکو، خپلې تنخواوې ترلاسه کړې دي.

نوموړي هیله وښوده څو دا ستونزه حل شي او د کمېسیون ټولو لنډ مهاله کارکوونکو ته خپل معاشونه ورکړل شي.

همدارنګه د فيروزکوه یو بل اوسېدونکی او د تېر کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لنډ مهاله کارکوړنکو څخه یو تن امر الدین حبیبي هم د خپلې تنخوا له نه ورکولو شکایت کوي.

هغه زیاتوي: «په ټاکنو ميلیونونه ډالر لګښت وشو، خو ۳۰۰۰ افغانۍ معاش تراوسه نه دی ورکړی شوی؛ د ټاکنو کمېسیون لپاره شرم دی.»

نوموړي وویل: «د ټاکنو دا ګډوډي چې وینم؛ موږ ته به څوک پیسې رانه کړي، هېڅ باور نه کېږي، له کمېسیون څخه ريشخند جوړ شوی.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه هم وایي چې دا ډول شکایتونه شته.

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د ټاکنیزې موسسې (فیفا) رییس یوسف رشیدي وایي چې دغه ډول ستونزه شته او ان د کمېسیون یو شمېر لنډ مهاله کارکوونکو د تېر کال د ولسي جرګې د ټاکنو تنخواوې هم نه دي ترلاسه کړي.

نوموړي وویل، په ټاکنو کمېسیون کې د کارکوونکو د ګومارنې لپاره د سم پلان د نه موجودیت له امله دا وروسته پاتې والی رامنځ ته شوی او له کمېسیونه یې وغوښتل چې د دغې ستونزې په اړه جدي پاملرنه وکړي.

د مسوولانو ځواب

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي مسوولان دا ستونزه مني؛ خو وایي چې دا ستونزه به ډېره ژر حل شي.

د نیمروز د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس حبیب الله ازاد ومنله چې د لنډ مهاله کارمندانو تنخواوې نه دي ورکړل شوې او په دې اړه یې زیات جزئیات ورنه کړل او ډېرې خبرې یې ونه کړې.

د نیمروز ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ریاست یوه کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې د مرکز زرنج او ولسوالیو د ۱۸۸۰ لنډ مهاله کارمندانو معاشونه د بانک له لارې د کمېسیون حساب ته تللي، خو د ځینو اداري کارونو له امله، ځنډول شوي او په راتلونکي کې به ورکړل شي.

همدا راز د غور ولایت د ټاکنو کمېسیون عملیاتي مرستیال محمد نذیر نصرت، پژواک ته وویل: «موږ تراوسه د پارلماني ټاکنو ۵۰ سلنه کارکوونکو ته پیسې ورکړې او ۵۰ سنله نور هم چې اسنادو یې ستونزې درلودې، تکمیل شوي، چې پرون ورځ د هغه د تنخواوو ورکولو لړۍ پیل شوه او تر څو نورو ورځو به ټول معاشونه ووېشل شي.»

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولان په مرکزي دفتر کې څه ځواب لری؟

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو په دې اړه په کابل کې د ټاکنو کمېسیون د مسوولانو ځواب هم له ځان سره ولري؛ خو له پرله پسې اړیکو وروسته هم مسوولان په دې اړه د معلوماتو ورکولو ته حاضر نه شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه