Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ په کرنيزو محصولاتو کې ٤٠ سلنه زياتوالى راغلى

مزارشريف (پژواک، ۴ لېندۍ ۹۸): د بلخ د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست وايي چې د تېر کال په پرتله په روان لمريز کال کې په دغه ولايت کې د کرنيزو محصولاتو کچه شاوخوا ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.

د بلخ د کرنې رياست سرپرست ذبيح الله ذوبين د لېندۍ په ۴مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د کرنيزو محصولاتو ډېرېدو ته په اشاره وويل چې د اوبو کمښت د بلخ د کروندګرو تر ټولو لويه ستونزه ده.

نوموړي زياته کړه چې روان ۹۸ لمريز کال کې د ورښتونو په زياتېدو سره د کرنيزو محصولاتو کچه لوړه شوې چې ورسره د کروندګرو اقتصادي حالت هم ښه شوی دی.

د ذوبين په خبره، په روان کال کې دغه رياست خپله ۸۰ سلنه پراختيايي بودجه مصرف کړې ده.

هغه وويل چې په بلخ کې د نا امنۍ څپې په پراخېدو سره بيا هم دغه رياست توانېدلی چې خپل مسووليتونه په سمه توګه ادا کړي.

د بلخ د کرنې رياست سرپرست وايي چې د همدغه کال تر پايه به دغه ولايت کې پر شاوخوا ۱۳زره کروندګرو ۶۰۰ مټريک ټنه د تخم غنم هم توزېع شي.

د هغه په وينا، په روان کال کې يې ۱۳۰۰ جريبه ځمکې باندې د مختلفو مېوو نوي باغونه احداث کړي دي.

نوموړي وويل چې په روان کال کې د ورښتونو له امله په بلخ کې د کرنیزو محصولاتو کچه تر ۴۰ سلنې پورې لوړه شوې ده.

ذوبين زياته کړه: ((روان کال کې د شاتو د مچيو د صندوقونو شمېر دوه زرو ته رسېدلی چې پنځه ټنه شات توليد شوي او د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه زياتوالی په  کې راغلی، د انځرو په حاصلاتو کې ۴۱ سلنه زياتوالی، د انارو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زياتوالی، د ناک په حاصل کې ۲۱ سلنه زياتوالی، د پنبې په حاصل کې ۱۵ سلنه زياتوالی او همدا راز د غله جاتو په حاصل کې هم فوق العاده زياتوالی راغلی دی.))

ذوبين وايي چې په روان لمريز کال کې مالدارۍ هم وده کړې ده.

د بلخ د کرنې رياست سرپرست په وينا، په دغه ولايت کې شاوخوا ۲۸۰زره هکټاره للمي ځمکه موجوده ده چې په ۱۳۹۷ لمريز کال کې يې د وچکالۍ له امله حاصلات ۹۰ سلنه راکم شوي وو.

هغه زياته کړه چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د پستې زرګونه جريبه باغونه احيا کړي چې تر راتلونکو دوو يا درېیو کلونو پورې به په حاصل راشي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.