مزارشريف (پژواک، ۴ لېندۍ ۹۸): د بلخ د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست وايي چې د تېر کال په پرتله په روان لمريز کال کې په دغه ولايت کې د کرنيزو محصولاتو کچه شاوخوا ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.
د بلخ د کرنې رياست سرپرست ذبيح الله ذوبين د لېندۍ په ۴مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د کرنيزو محصولاتو ډېرېدو ته په اشاره وويل چې د اوبو کمښت د بلخ د کروندګرو تر ټولو لويه ستونزه ده.
نوموړي زياته کړه چې روان ۹۸ لمريز کال کې د ورښتونو په زياتېدو سره د کرنيزو محصولاتو کچه لوړه شوې چې ورسره د کروندګرو اقتصادي حالت هم ښه شوی دی.
د ذوبين په خبره، په روان کال کې دغه رياست خپله ۸۰ سلنه پراختيايي بودجه مصرف کړې ده.
هغه وويل چې په بلخ کې د نا امنۍ څپې په پراخېدو سره بيا هم دغه رياست توانېدلی چې خپل مسووليتونه په سمه توګه ادا کړي.
د بلخ د کرنې رياست سرپرست وايي چې د همدغه کال تر پايه به دغه ولايت کې پر شاوخوا ۱۳زره کروندګرو ۶۰۰ مټريک ټنه د تخم غنم هم توزېع شي.
د هغه په وينا، په روان کال کې يې ۱۳۰۰ جريبه ځمکې باندې د مختلفو مېوو نوي باغونه احداث کړي دي.
نوموړي وويل چې په روان کال کې د ورښتونو له امله په بلخ کې د کرنیزو محصولاتو کچه تر ۴۰ سلنې پورې لوړه شوې ده.
ذوبين زياته کړه: ((روان کال کې د شاتو د مچيو د صندوقونو شمېر دوه زرو ته رسېدلی چې پنځه ټنه شات توليد شوي او د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه زياتوالی په کې راغلی، د انځرو په حاصلاتو کې ۴۱ سلنه زياتوالی، د انارو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زياتوالی، د ناک په حاصل کې ۲۱ سلنه زياتوالی، د پنبې په حاصل کې ۱۵ سلنه زياتوالی او همدا راز د غله جاتو په حاصل کې هم فوق العاده زياتوالی راغلی دی.))
ذوبين وايي چې په روان لمريز کال کې مالدارۍ هم وده کړې ده.
د بلخ د کرنې رياست سرپرست په وينا، په دغه ولايت کې شاوخوا ۲۸۰زره هکټاره للمي ځمکه موجوده ده چې په ۱۳۹۷ لمريز کال کې يې د وچکالۍ له امله حاصلات ۹۰ سلنه راکم شوي وو.
هغه زياته کړه چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د پستې زرګونه جريبه باغونه احيا کړي چې تر راتلونکو دوو يا درېیو کلونو پورې به په حاصل راشي.
نوموړي د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د کرنيزو محصولاتو صدور او ورته د بازارموندنه تر ډېره د خصوصي سکټور او يو شمېر نورو ادارو دنده ده؛ خو زياتوي چې کرنې وزارت هم دې برخه کې خپلې هڅې روانې ساتلي دي.
د هغه په وينا، دوی تر ډېره سوداګر هڅوي چې د کروندګرو لاسنيوی وکړي او زراعتي محصولات يې په ښه قيمت وپېري.
ښاغلي ذوبين په خپلو خبرو کې وويل چې په بلخ ولايت کې د سړو خونو نه شتون، د اوبو کمښت، نا امني او د يو شمېر طبيعي امراضو شتون د کروندګرو او کرنیزو محصولاتو پر وړاندې جدي ستونزې دي.
هغه زياته کړه چې په بلخ ولايت کې په هر ثانيه کې ۲۳۰ متره مکعبه اوبو ته اړتيا ده خو دمګړۍ يواځې ۵۰ متره مکعبه اوبه موجودې دي.
نوموړي له خصوصي سکټوره د کرنې په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې د خصوصي سکټور په همکارۍ سره بلخ ولايت کې د کرنيزو توليداتو کچه نوره هم لوړېدای شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










