ژبه

“معلولين لومړنيو حقونو ته په لاسرسي کې هم له ستونزو او ننګونو سره مخ دي “

توسط احمد صهیب حسرت

فبروري 9, 2020 - 3:39 pm

Views: 77

کابل (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٨): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د یوه خپور شوي راپور موندنې ښیې چې معلولين د زده کړو، روغتيا، بوختيا او د خپلواکې رايې ورکولو او د رايې مرکزونو ته د فزيکي لاسرسي درلودو په برخو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د معلوليت لرونکو کسانو د حقونو د ملاتړ څانګې د سلواغې په ۲۰ مه د روغتیا، تعلیم، کار، مدني- سیاسي حقونو او ټولنیزو ملاتړو په برخو کې بشري حقونو ته د معلولینو د لاسرسي د وضعیت راپور خپور کړ.

د بشري حقونو کمېسیون کمېشنرې بنفشې عزیزي په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل، معلوليت لرونکي کسان يوه ضرر منونکې ډله ده او د روغتيا نړيوال سازمان له شمېرو سره سم معلولين د نړۍ ۱۵ سلنه نفوس تشکيلوي چې خپلو تر ټولو لومړنيو حقونو ته هم په لاسرسي کې له ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

هغې زیاته کړه: «زموږ په هېواد کې هم  په ۲۰۰۵ کال کې د معلولیت د ملي سروې له مخې، ۲.۷٪ نفوس سخت معلوليت لرونکي کسان تشکيلوي. د جګړې دوام او نور بېلابېل لاملونه د معلولیت لرونکو د شمېر زياتېدو لامل شوي.»

د نوموړې په وینا، د معلوليت لرونکو کسانو حقونه د هېواد د اساسي قانون په ۵۳مه ماده کې راغلي او پر بنسټ يې (د معلولينو د حقوقو او امتيازونو قانون) په ۴۰ مادو کې جوړ، تصويب او نافذ شو.

عزیزې وویل، د افغانستان د بشري  حقونو خپلواک کمېسيون کې د معلولینو د ملاتړ برخې د هغو دندو پر بنسټ چې لري يې، په روان ۱۳۹۸ لمريز کال کې له ۹۷۹ معلولیت لرونکو سره په ۲۸ ولايتونو کې مرکې کړې دي  چې ۱۷۹ تنه يې معلوليت لرونکې ښځې او نجونې وې.

د دغه رپوټ موندنې ښيي چې له ياد شمېر مرکه شوو کسانو يې ۵۵۱ متاهل، ۳۳۹ تنه مجرد، ۱۳ تنه کوژده شوي او ۱۹ يې کونډې وې.

د روغتيا د حق په برخه کې د یاد راپور موندنې ښيي چې معلولين د روغتيا حق ته هم کافي او بشپړ لاسرسی نه لري.

له روغتيايي مرکزونو د استوګنې سيمو لرې والی او په کې د کافي درملو نشتوالی هغه ننګونې دي چې معلولین د روغتيا له حقه بې برخې دي.

د دغه راپور د معلوماتو پر بنسټ، د تعليم د حق په برخه کې له پوښتل شوو کسانو يې ۹۹ تنه ښوونځيو او ۲۴ تنه يې په پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت دي.

یاد راپور د ښوونځي له نصابه د عمر زياتوالی او د حياتي سواد د مراکزو لرې والی، د تعلیم له ځای څخه د استوګنې د ځای لرې والی، د ښوونځيو چاپېريال ته نه لاسرسی، اقتصادي ستونزې او له زده کړو سره د کافي علاقې نه درلودل د تعلیم له دايرې د معلولینو د لرې والي عوامل بللي دي. ‎

د بوختيا حق ته د معلولينو د لاسرسي په برخه کې د دغه رپوټ موندنې ښیې چې له ټولو ۹۷۹ مرکه شوو څخه يواځې ۲۰۹ تنو کار او بوختيا درلوده او ۳۹۲ تنه په زده کړه بوخت وو، ۳۷۸ تنو يې بوختيا نه درلوده چې د ټولو مرکه شوو ۵۰ فيصده جوړوي.

login or register a new account.