پلعلم (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اداري مرستیال لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له خبریالانو، د محلي رسنیو له مسوولینو او د رسنیو له استازو سره د هغوی د ستونزو او ننګونو په تړاو ځانګړې ناسته وکړه.
د غونډې پر مهال د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي استازي او د پژواک خبریال خانولي احمدزي د لوګر د خبریالانو او محلي رسنیو ستونزې، ننګونې او اړتیاوې په تفصیلي ډول مطرح کړې.
هغه وویل چې د لوګر محلي رسنۍ او خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې پکې معلوماتو ته د لاسرسي محدودیتونه، اقتصادي مشکلات، د برېښنا لوړه بیه، د رسنیو پر وړاندې لوړې مالیې، د خبریالانو او دولتي ویاندویانو د ظرفیتلوړونې اړتیا، محلي رسنیو ته د دولتي اعلاناتو نه ورکول، او د ازادو رسنیو د ملاتړ برخه کې موجود خنډونه شامل دي.
احمدزي ټینګار وکړ چې رسنۍ د عامه پوهاوي، د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د ټولنیزو ستونزو د انعکاس برخه کې مهم رول لري، خو د اقتصادي ستونزو، تخنیکي امکاناتو د کمښت او محدودو سرچینو له امله د دوام له جدي ګواښ سره مخ دي.
هغه د اطلاعاتو او کلتور له وزارته وغوښتل چې د هېواد په کچه د خبریالانو او رسنیو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د حل لپاره یې عملي، اغېزمن او دوامدار اقدامات ترسره کړي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري مرستیال مولوي قدرتالله جمال د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې یاد وزارت د هېواد په کچه د ټولو رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي اسانتیا، د خبریالانو او دولتي ویاندویانو د ظرفیت لوړونه او د دولتي ادارو له لوري محلي رسنیو ته د اعلاناتو د ورکړې برخو کې به عملي ګامونه پورته شي، څو محلي رسنۍ وکولای شي خپل فعالیتونه په اغېزناک او دوامدار ډول پرمخ یوسي.
د ناستې پر مهال د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثوابجان اسلامیار او د یو شمېر محلي رسنیو مسوولینو هم د یادو ستونزو شتون تایید کړ او د اطلاعاتو او کلتور له وزارته یې وغوښتل چې د محلي رسنیو د پیاوړتیا، دوام او د خبریالانو د ملاتړ لپاره بېړني او عملي اقدامات ترسره کړي.