جمال: ایران کې دې د افغانستان د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ استادانو ته روزنیز سیمینارونه جوړ شي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د ایران له سفیر سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې په ایران کې دې د دغه وزارت د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ استادانو ته د روزنیزو او علمي سیمینارونو د جوړېدو زمینه برابره کړي.



