ګردېز (پژواک، ۱٤ کب ۹۸): حکومتي چارواکي ادعا کوي چې وسله وال طالبان د زرو زندانيانو پوره کولو په موخه د يو شمېر کسانو د نيولو لړۍ پيل کړې ده، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې ده په راتلونکو لسو ورځو کې پنځه زره طالب زندانيان د حکومت له زندانونو او زر د افغان سرتېرو بنديان د طالبانو له زندانونو ازاد شي.
خو حکومتي چارواکي وايي چې وسله وال طالبان په خپلو زندانونو کې زر دولتي يا ملکي زندانيان نه لري او د تبادلې لپاره د ياد شمېر پوره کولو په موخه یې تازه د نيولو لړۍ پيل کړې ده.
په دې اړه د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب په يوه ټلوېزيوني مرکه وويل چې له طالبانو سره د افغان ځواکونو بنديان ډېر کم دي.
هغه وويل: "طالبان اوس د شمېرې پوره کولو لپاره غريب بې ګناه خلک له موټرو ښکته کوي او بيا له ځان سره يې بيايي.))
همدارنګه د پکتيا والي شميم خان کټوازي پژواک ته وويل چې له طالبانو سره زر زندانيان نشته.
کټوازی وايي: ((په پکتيا کې موږ له وسله والو طالبانو سره دوه نفره هم ملکي يا نظامي، خصوصاً نظامي اسيران نه لرو، په ټول افغانستان کې دغسې ده. د دې خبرې ثبوت چې دوی دومره اسير کسان نه لري، دا دی چې دوی په دې ورځو کې لويو لارو ته راوځي او کوشش کوي زموږ نظامي يا ملکي کسان چې بې وسلې سفر کوي، ونيسي او اسيران يې کړي.))
په هلمند ولايت کې هم يوې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې طالبان په لويو لارو کې له موټرو د پوځي او ملکي کسانو د ښکته کولو هڅې پيل کړې خو د لويو لارو د ساتنې ځواکونه کوښښ کوي د طالبانو د دې کړنې مخه ونيسي.
دغه راز د غزني د والي وياند محمد عارف نوري هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې په تېره يوه اوونۍ کې د طالبانو له لوري د دولتي کسانو د نيولو څلور پېښې رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې درې تنه امنيتي سرتېري اسيران شوي او دوه نور وژل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP