منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چارواکي: طالبانو د زرو بندیانو پوره کولو لپاره تازه نیونې پیل کړې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

ګردېز (پژواک، ۱٤ کب ۹۸): حکومتي چارواکي ادعا کوي چې وسله وال طالبان د زرو زندانيانو پوره کولو په موخه د يو شمېر کسانو د نيولو لړۍ پيل کړې ده، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې ده په راتلونکو لسو ورځو کې پنځه زره طالب زندانيان د حکومت له زندانونو او زر د افغان سرتېرو بنديان د طالبانو له زندانونو ازاد شي.

خو حکومتي چارواکي وايي چې وسله وال طالبان په خپلو زندانونو کې زر دولتي يا ملکي زندانيان نه لري او د تبادلې لپاره د ياد شمېر پوره کولو په موخه یې تازه د نيولو لړۍ پيل کړې ده.

په دې اړه د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب په يوه ټلوېزيوني مرکه وويل چې له طالبانو سره د افغان ځواکونو بنديان ډېر کم دي.

هغه وويل: "طالبان اوس د شمېرې پوره کولو لپاره غريب بې ګناه خلک له موټرو ښکته کوي او بيا له ځان سره يې بيايي.))

همدارنګه د پکتيا والي شميم خان کټوازي پژواک ته وويل چې له طالبانو سره زر زندانيان نشته.

کټوازی وايي: ((په پکتيا کې موږ له وسله والو طالبانو سره دوه نفره هم ملکي يا نظامي، خصوصاً نظامي اسيران نه لرو، په ټول افغانستان کې دغسې ده. د دې خبرې ثبوت چې دوی دومره اسير کسان نه لري، دا دی چې دوی په دې ورځو کې لويو لارو ته راوځي او کوشش کوي زموږ نظامي يا ملکي کسان چې بې وسلې سفر کوي، ونيسي او اسيران يې کړي.))

په هلمند ولايت کې هم يوې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې طالبان په لويو لارو کې له موټرو د پوځي او ملکي کسانو د ښکته کولو هڅې پيل کړې خو د لويو لارو د ساتنې ځواکونه کوښښ کوي د طالبانو د دې کړنې مخه ونيسي.

دغه راز د غزني د والي وياند محمد عارف نوري هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې په تېره يوه اوونۍ کې د طالبانو له لوري د دولتي کسانو د نيولو څلور پېښې رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې درې تنه امنيتي سرتېري اسيران شوي او دوه نور وژل شوي دي.

نوري زياتوي چې وسله والو طالبانو وړمه ورځ په مقر ولسوالۍ کې ۲۹ مسافر له لويې لارې ښکته کړي وو او د برمته کولو هڅه يې کوله، خو په خبره يې امنيتي ځواکونه پر وخت سيمې ته ور رسېدلي او ياد کسان يې ژغورلي دي.

نوموړی وايي چې دغه کسان د وسله والو طالبانو له خوا د ادعا شوي شمېر زندانيانو پوره کولو هڅې دي.

په ورته وخت کې د ميدان وردګو چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولايت په چک ولسوالۍ کې له تېرو دوو، درېيو ورځو راهيسې ۵۵  عام وګړي له حکومت سره د همکارۍ په تور نيولي او له ځان سره يې بيولي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند محب الله شريفزي وايي، دغه کسان چې ټول ملګي وګړي دي، د دغه ولايت د چک ولسوالۍ له څو کليو وسله والو طالبانو بيولي دي.

دی زياتوي: "د سيمې خلک طالبانو ته ورغلي او ورته ويلي يې دي چې دغه کسان بې ګناه دي او له حکومت سره هيڅ تړاو نه لري."

د ده په وينا، له دې موضوع چارواکي هم خبر شوي او د دغو کسانو د خلاصون په برخه کې به له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

شريفزی وايي، وسله والو طالبانو دغه کسان له حکومت سره د اړيکو په تور نيولي او د دوی موندنې ښيي چې طالبانو دغه کسان د دې لپاره نيولي چې راتلونکو ورځو کې يې د حکومت په زندانونو کې له خپلو بنديانو سره تبادله کړي.

په داسې حال کې ده چې په يو شمېر نورو ولايتونو هم ورته پېښې شوي دي.

خو بل لور ته طالبان بيا دغه څرګندونې په کلکه ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه تورونه ناسم دي، طالبانو د هغو کسانو بشپړ لېست مقابل لوري ته سپارلى چې ورسره زندانيان دي.

هغه وايي: ((پاتې شوه په ځینو ځایونو کې د عسکرو د نیول کېدو راپورونه، دا ځکه رامنځته شوي چې د عملیاتو د تخفیف په موده کې حکومت له موقع په استفاده خپل افراد زموږ سیمو ته را دننه کړي وو چې زموږ کشفي ارګانونو کشف کړل او ونیول، البته تعداد يې دومره ډېر نه دی لکه دوى يې چې ادعا کوي.))

بلخوا حکومتي مسوولين بيا دا هم وايي چې په تېرو څو مياشتو افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو پر زندانونو عمليات کړي او ګڼ شمېر حکومتي سرتېري او ملکي وکړي ترې را ازاد کړي، نو ځکه يې په زندانونو کې څوک نشته دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه