ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې پوليسو، طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

بلخ کې پوليسو، طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
4 Mar 2020 - 14:33
بلخ کې پوليسو، طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
4 Mar 2020 - 14:33

مزارشريف (پژواک، ۱۴ کب ۹۸): د بلخ ولايت په بېلابېلو امنيتي پېښو کې پوليس، وسله وال طالبان او ملکيان وژل شوي دي.

تېره شپه د مزارشريف ښار د اوومې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د پوليسو خپلمنځي نښته کې د اوومې حوزې يو افسر وژل شوی دی.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د کب په ۱۴مه پژواک ته وويل چې پېښه د ښار د اوومې حوزې په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوه چې د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د استخباراتو د مدير او د مزارشريف د اوومې حوزې د پوليسو ترمنځ نښته وشوه.

د عادل په خبره، په دې نښته کې د اوومې حوزې افسر لومړی څارن رفيع الله وژل شوی دی.

نوموړي که څه هم د دې پېښې په تړاو زيات جزئيات شريک نه کړل خو ويې ويل چې د يادې قضيې په تړاو د جوزجان ولايت د استخباراتو مدير وحيد مومند او د هغه دوه ساتونکي نيول شوي دي.

عادل وويل چې د دې پېښې بشپړ جزئيات به وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

په ورته مهال تېره ورځ د بلخ د چمتال ولسوالۍ په عرب مزاري کلي کې هم د ماين چاودنې له امله ۳ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ماين پخوانی دی که طالبانو تازه ځای پر ځای کړی و.

د چمتال د عرب مزاري کلي قومي مشر حاجي سيف الدين پژواک ته وويل، ياد ماشومان هغه مهال وژل شوي چې د لوبو پر مهال يې يوه ناچاودېدلې مرمۍ موندلې وه او لوبې يې پرې کولې.

هغه زياته کړه چې د چاودنې له امله دوه ماشومان چې د ۱۴ او ۱۶ کلونو وو، ځای پر ځای وژل شوي او يو بل ماشوم چې عمر يې ۱۷ کاله وو په روغتون کې يې ساه ورکړې ده.

له دې سره د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل خبر ورکوي چې تېره شپه د بلخ ولسوالۍ د ثمرقنديانو کلي پر امنيتي پوستې طالبانو بريد کړی دی.

هغه وايي چې په بريد کې ۲ پوليس ټپيان شوي او دغه راز طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره جزئيات يې وړاندې نه کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.