ژبه

پاکستان عربستان ته اته زره سرتېري او جنګي الوتکې استولي دي

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، پاکستان له سعودي عربستان سره د ګډ دفاعي تړون په چوکاټ کې دغه هېواد ته اته زره پوځي ځواکونه، د هوايي دفاع سیستم او جنګي الوتکې استولي دي.

پاکستان او سعودي عربستان د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د یوه دفاعي تړون د لاسلیک خبر ورکړی و چې له مخې یې، د دواړو هېوادونو پر هر یوه هر ډول «تېری» د دواړو پر ضد «دښمنانه اقدام» بلل کېږي.

په همدې حال کې، د رویټرز خبري اژانس پرون (دوشنبه) د درېیو امنیتي چارواکو او دوو دولتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې پاکستان د امریکا او اسراییلو له خوا د ایران پر ضد د جګړې په ترڅ کې سعودي عربستان ته پراخ او عملیاتو ته چمتو پوځي ځواک استولی دی.

د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه ځواک پر سعودي عربستان د نورو بریدونو په صورت کې د دغه هېواد له پوځ څخه ملاتړ وکړي.

د رویټرز د یادو پنځو سرچینو په وینا، په دغه پوځي ځای پر ځای کولو کې شاوخوا اته زره پوځي ځواکونه او د چین جوړ «اېچ‌کیو-۹» هوايي دفاعي سیستم هم شامل دي.

دغو سرچینو ویلي چې پاکستان ژمنه کړې، د اړتیا په صورت کې به نور ځواکونه هم واستوي.

در گزارش رویترز نوشته شده‌است که این تجهیزات نظامی توسط پاکستانی‌ها اداره و توسط عربستان سعودی تأمین مالی می‌شود.

د رویټرز په راپور کې راغلي چې دغه پوځي تجهیزات د پاکستانیانو له خوا اداره کېږي او مالي لګښت یې سعودي عربستان ورکوي.

دوو امنیتي چارواکو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي تجهیزاتو د ځای پر ځای کولو اړوند اسناد یې لیدلي، رویټرز ته ویلي چې استول شوي ځواکونه په ښکاره ډول روزنیز او مشورتي رول لري؛ خو د دغو ځواکونو ترکیب چې جنګي الوتکې، بې‌پیلوټه الوتکې، د هوايي دفاع سیستم او زرګونه پوځي سرتېري په کې شامل دي، ښيي چې دغه ماموریت له یوې سمبولیک یا روزنیز حضور څخه ډېر پراخ دی.

د پاکستان او سعودي عربستان حکومتونو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.