کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٨) د عراق په پلازمېنه بغداد کې په يوه راکټي بريد کې درې بريتانوي او امريکايي سرتېري وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا بريد تېره شپه د بغداد شمالي سيمه کې د تاجي په نامه پر يوې ګډې پوځي اډې شوى دى.
د امريکا ددفاع وزارت سرچينې رسنيو ته ويلي چې په دې بريد کې درې سرتېري وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په وژل شويو کې دوه امريکايان او يو تن يې د بريتانيا سرتېرى دى.
د يادونې ده چې دوه مياشتې مخکې په بغداد کې دامريکا په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې د ايران د قدس ځواک د مشر قاسم سليماني تر وژل کېدو وروسته په عراق کې پر امريکايي پوځي اډو بريدونه زيات شوي دي.
بلخوا په عراق کې د بريتانيا او امريکا د ګډې قوماندانۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر پوځي اډې ١٨ راکټونه ويشتل شوي دي.
login or register a new account.