منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۸ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​په يوه راکټي بريد کې درې بريتانوي او امريکايي سرتېري وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۹ کتنې

کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٨) د عراق په پلازمېنه بغداد کې په يوه راکټي بريد کې درې بريتانوي او امريکايي سرتېري وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا بريد تېره شپه د بغداد شمالي سيمه کې د تاجي په نامه پر يوې ګډې پوځي اډې شوى دى.

د امريکا ددفاع وزارت سرچينې رسنيو ته ويلي چې په دې بريد کې درې سرتېري وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې  په وژل شويو کې دوه امريکايان او يو تن يې د بريتانيا سرتېرى دى.

د يادونې ده چې دوه مياشتې مخکې په بغداد کې دامريکا په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې د ايران د قدس ځواک د مشر قاسم سليماني تر وژل کېدو وروسته په عراق کې پر امريکايي پوځي اډو بريدونه زيات شوي دي.

بلخوا په عراق کې د بريتانيا او امريکا د ګډې قوماندانۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر پوځي اډې ١٨ راکټونه ويشتل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه