کابل (پژواک، ۳ وری ۹۹): د کرونا د مخنیوي په موخه د اوس لپاره په دولتي ادارو کې کاري ساعتونه درې ساعته کمېږي، خو د ناروغۍ د ډېرې خپرېدو په صورت کې کېدای شي ادارې په ټولیز ډول رخصت شي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس له هغو لسو نوو مثبتو پېښو سره چې نن د عامې روغتیا وزارت اعلان کړې، پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۴ ته ورسېد.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وایي، د کرونا (کوید ۱۹) خپرېدو د مخنیوي او دولتي کارکوونکو (ملکي خدمتونو او قراردادي کارکوونکو) او ملکي خدمتونو ادارو ته د مراجعه کوونکو لپاره د زیاتو مراقبتي تدابیرو د رعایت په موخه، کړنلاره جوړه شوې چې له مخې یې په دولتي ادارو کې کاري ساعتونه درې ساعته کمېږي.
سرچینه لیکي چې دغه کړنلاره د کمېسیون په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې په منظورۍ وضع شوې چې سر له نن (د وري درېیمه) د عامې روغتیا له وزارت پرته د مرکز او ولایتونو په ټولو وزارتونو او دولتي ادارو کې عملي کېږي.
د کړنلارې مهمې ټکي
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، پلاني فعالیتونو لپاره کاري ساعتونه د سهار په اتو بجو پیل او له وقفې پرته له غرمې وروسته په یوه بجه پای ته رسېږي.
سرچینه لیکي، وزارتونه او ادارې مکلف دي د هغو برخو کارکوونکي چې فعالیتونه یې اړین دي، په دوو کاري شیفتونو کې د سهار له اتو بیا تر غرمې وروسته تر یوې بجې او له یوې بجې د مازدیګر تر څلورو بجو تنظیم کړي.
خو په خبرپاڼه کې راغلي چې د اړینو فعالیتونو کارکوونکي چې د لاسلیک صلاحیت لري، په اداره کې یې شتون حتمي دی څو خدمات په چټکۍ وړاندې کړي.
په کړنلاره کې راغلي: «ادارې مکلفې دي چې په کاري چاپېریال کې د تراکم مخنیوي لپاره، په کارخونو کې تر یو متر پورې د کارکوونکو ترمنځ واټن تنظیم کړي او د غیر ضروري غونډو له جوړولو ډډه وکړي.
د ادارو کارکوونکي مکلف دي له دفترونو د وتلو پر مهال یو متري مناسب واټن رعایت کړي او په یوه ځای کې له راټولېدو ډډه وکړي.
وزارتونه او ادارې مکلف دي څو د امکان تر حده هڅه وکړي چې غونډې یې د ويدیو کنفرانسونو، وایس کالونو او نورو ممکنه وسایلو له لارې تنظیم شي.»
login or register a new account.