کابل (پژواک، ۳ وری ۹۹): د کرونا د مخنیوي په موخه د اوس لپاره په دولتي ادارو کې کاري ساعتونه درې ساعته کمېږي، خو د ناروغۍ د ډېرې خپرېدو په صورت کې کېدای شي ادارې په ټولیز ډول رخصت شي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس له هغو لسو نوو مثبتو پېښو سره چې نن د عامې روغتیا وزارت اعلان کړې، پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۴ ته ورسېد.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وایي، د کرونا (کوید ۱۹) خپرېدو د مخنیوي او دولتي کارکوونکو (ملکي خدمتونو او قراردادي کارکوونکو) او ملکي خدمتونو ادارو ته د مراجعه کوونکو لپاره د زیاتو مراقبتي تدابیرو د رعایت په موخه، کړنلاره جوړه شوې چې له مخې یې په دولتي ادارو کې کاري ساعتونه درې ساعته کمېږي.
سرچینه لیکي چې دغه کړنلاره د کمېسیون په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې په منظورۍ وضع شوې چې سر له نن (د وري درېیمه) د عامې روغتیا له وزارت پرته د مرکز او ولایتونو په ټولو وزارتونو او دولتي ادارو کې عملي کېږي.
د کړنلارې مهمې ټکي
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، پلاني فعالیتونو لپاره کاري ساعتونه د سهار په اتو بجو پیل او له وقفې پرته له غرمې وروسته په یوه بجه پای ته رسېږي.
سرچینه لیکي، وزارتونه او ادارې مکلف دي د هغو برخو کارکوونکي چې فعالیتونه یې اړین دي، په دوو کاري شیفتونو کې د سهار له اتو بیا تر غرمې وروسته تر یوې بجې او له یوې بجې د مازدیګر تر څلورو بجو تنظیم کړي.
خو په خبرپاڼه کې راغلي چې د اړینو فعالیتونو کارکوونکي چې د لاسلیک صلاحیت لري، په اداره کې یې شتون حتمي دی څو خدمات په چټکۍ وړاندې کړي.
په کړنلاره کې راغلي: «ادارې مکلفې دي چې په کاري چاپېریال کې د تراکم مخنیوي لپاره، په کارخونو کې تر یو متر پورې د کارکوونکو ترمنځ واټن تنظیم کړي او د غیر ضروري غونډو له جوړولو ډډه وکړي.
د ادارو کارکوونکي مکلف دي له دفترونو د وتلو پر مهال یو متري مناسب واټن رعایت کړي او په یوه ځای کې له راټولېدو ډډه وکړي.
وزارتونه او ادارې مکلف دي څو د امکان تر حده هڅه وکړي چې غونډې یې د ويدیو کنفرانسونو، وایس کالونو او نورو ممکنه وسایلو له لارې تنظیم شي.»
دغه راز سرچینه زیاتوي چې له ۵۸ تر ۶۵ کلنۍ پورې کارکوونکي، امینداوره ښځې او هغه ښځې چې ماشومان یې په دولتي وړکتونونو کې دي، د یوې میاشتې لپاره رخصت دي او که چېرې یې د فعالیت اړتیا رامنځته کېږي، کولی شي چې له کوره کار وکړي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون لیکي، په هغو ښارونو کې چې د عامې روغتیا وزارت په تشخیص د کوید ۱۹ ناروغي رامنځته شوې، وزارتونه او دولتي ادارې مکلف دي، هغه کارکوونکي چې شتون یې اړین نه وي، تر یوې میاشتې پورې رخصت کړي.
سرچینه زیاتوي: «د ناروغۍ خپرېدو وضعیت شرایطو بدلون په صورت کې، د عامې روغتیا وزارت په وړاندیز، ادارې په ټولیز ډول د بیا تجویز تر وخته رخصت کېږي.»
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










