مزارشريف ( پژواک، ۳ وری ۹۹): د بلخ ولايت د سوداګرۍ ،پانګونې خونه او عام سوداګر وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې له مزارشريف څخه د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو لړۍ په ټپه ولاړه ده.
دوی زياتوي چې د ترکش هوايي شرکت، بلخ اير سرويس او سوداګرو ترمنځ پر يو شمېر تخنيکي مواردو اختلاف راغلی و چې له امله يې د صادراتو پروسه درېدلې ده.
بلخ ولايت مقام هم تاييدوي چې په تېرو شپږو مياشتو کې د مزارشريف هوايي دهلېز له لارې هېڅ ډول صادرات نه دي شوي؛ خو زياتوي چې راپورته شوې تخنيکي ستونزه يې حل کړې ده.
يو کال وړاندې د مزارشريف له هوايي ډګره د هوايي دهلېز له لارې اروپايي هېوادونو ته د صادراتو لړۍ رسما پرانيستل شوه چې په لومړيو درې مياشتو کې د شمال زون يو شمېر توليدي توکي ترکيې او نورو هېوادونو ته ولېږدول شول.
افغاني غالۍ، وچه او لنده مېوه او قره قل څرمنه هغه توکي وو چې ټاکل شوې وه د هوايي دهلېز له لارې اروپايي هېوادونو ته صادر شي.
خو اوس د بلخ سوداګرۍ خونه وايي چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې مزارشريف کې د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو بهير په ټپه ولاړ دی.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرايي مدير نصير احمد قاسمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مزارشريف هوايي دهلېز له لارې هغه مهال د صادراتو پروسه بنده شوه چې په دې برخه کې يو لړ تخنيکي ستونزې رامنځته شوې.
قاسمي زياته کړه چې تېر کال بلخ کې د هوايي دهلېز له پرانيستلو وروسته لومړۍ درې مياشتې له يادې لارې څخه صادرات کېدل؛ خو وروسته دغه لړۍ ورو شه او له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په ټپه درېدلې ده.
د هغه په وينا، د ترکش هوايي شرکت ، بلخ اير سرويس او سوداګرو ترمنځ يو لړ تخنيکي ستونزې د دې سبب شوې چې د صادراتو لړۍ وځنډېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP