منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۰ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له بلخ څخه د هوايي دهلېز له لارې صادرات نه دي شوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۳۵ کتنې

مزارشريف ( پژواک، ۳ وری ۹۹): د بلخ ولايت د سوداګرۍ ،پانګونې خونه او عام سوداګر وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې له مزارشريف څخه د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو لړۍ په ټپه ولاړه ده.

دوی زياتوي چې د ترکش هوايي شرکت، بلخ اير سرويس او سوداګرو ترمنځ پر يو شمېر تخنيکي مواردو اختلاف راغلی و چې له امله يې د صادراتو پروسه درېدلې ده.

بلخ ولايت مقام هم تاييدوي چې په تېرو شپږو مياشتو کې د مزارشريف هوايي دهلېز له لارې هېڅ ډول صادرات نه دي شوي؛ خو زياتوي چې راپورته شوې تخنيکي ستونزه يې حل کړې ده.

يو کال وړاندې د مزارشريف له هوايي ډګره د هوايي دهلېز له لارې اروپايي هېوادونو ته د صادراتو لړۍ رسما پرانيستل شوه چې په لومړيو درې مياشتو کې د شمال زون يو شمېر توليدي توکي ترکيې او نورو هېوادونو ته ولېږدول شول.

افغاني غالۍ، وچه او لنده مېوه او قره قل څرمنه هغه توکي وو چې ټاکل شوې وه د هوايي دهلېز له لارې اروپايي هېوادونو ته صادر شي.

خو اوس د بلخ سوداګرۍ خونه وايي چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې مزارشريف کې د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو بهير په ټپه ولاړ دی.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرايي مدير نصير احمد قاسمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مزارشريف هوايي دهلېز له لارې هغه مهال د صادراتو پروسه بنده شوه چې په دې برخه کې يو لړ تخنيکي ستونزې رامنځته شوې.

قاسمي زياته کړه چې تېر کال بلخ کې د هوايي دهلېز له پرانيستلو وروسته لومړۍ درې مياشتې له يادې لارې څخه صادرات کېدل؛ خو وروسته دغه لړۍ ورو شه او له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په ټپه درېدلې ده.

د هغه په وينا، د ترکش هوايي شرکت ، بلخ اير سرويس او سوداګرو ترمنځ يو لړ تخنيکي ستونزې د دې سبب شوې چې د صادراتو لړۍ وځنډېږي.

نوموړي زياته کړه: ((لويه ستونزه د بلخ هوايي شرکت سرويس او سوداګرو ترمنځ وه، بلخ اير سرويس دنده درلوده چې په هوايي ډګر کې دننه د سوداګرو اموال په الوتکو کې ځای پر ځای کړي چې ياد شرکت د دې کار په بدل کې د هرې کيلو په بدل کې ۲۵سنته ډالر کرايه غوښتل، په داسې حال کې چې سوداګرو د دغې کرايې ورکړه د ترکيش ايرلاين مسووليت باله.))

هغه زياته کړه چې ترکيش ايرلاين هم، بلخ ايرلاين سرويس شرکت ته د هوايي ډګر دننه خدماتو په بدل کې د يادې کرايې له ورکړې څخه انکار وکړ؛ نو په وينا يې ځکه د صادراتو دغه پروسه له ستونزو سره مخ شوه.

د بلخ سوداګرۍ خونې اجرايي مدير وايي چې د شمال زون سوداګرو ځکه بلخ اير سرويس ته د اضافي کرايې له ورکړې ډډه وکړه چې په خبره يې دوی ترکيش ايرلاين سرويس ته کرايه ورکوله.

د هغه په وينا، د ترکيش ايرلاين او بلخ اير سرويس ترمنځ د تفاهم نشتون له امله د بلخ هوايي دهلېز چارې سقوط شوي دي.

نوموړی وايي چې د شمال زون يو شمېر سوداګر اوس د کابل هوايي دهلېز له لارې خپل اموال صادروي.

قاسمي زياته کړه چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې له ترکيش ايرلاين، بلخ اير سرويس او د شمال زون سوداګرو سره بېلابېل ناستې کړي؛ خو په وينا يې چې تر اوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

د بلخ ولايتي شورا هم د مزارشريف هوايي دهلېز د چارو ځنډېدل د اقتصادي وضعيت پر وړاندې زيان بولي.

د شورا رييس افضل حديد پژواک ته وويل چې د هوايي دهلېزونو پرانيستل او له دې لارې بهرنيو هېوادونو ته د توليداتو لېږد د تېر حکومت مهمه لاسته راوړنه وه.

د هغه په وينا، د بلخ هوايي دهلېز سقوط د ټول شمال زون لپاره بد زېری دی او په خبره يې چې دا کار به سوداګر له نورو ستونزو سره هم مخ کړي.

نوموړی غوښتنه کوي چې د مزارشريف هوايي دهلېز موضوع ته بايد حکومت جدي پاملرنه وکړي او د هغو کسانو مخه دې ونيسي چې غواړي د افغانستان اقتصاد له ننګونو سره مخ کړي.

د حديد په خبره په هره کچه چې د افغانستان توليداتو ته د صادراتو اسانتياوې رامنځته کېږي نو په هماغه اندازه ورسره اقتصاد پرمختګ کوي.

په ورته مهال د شمال زون يو شمېر سوداګر له حکومت څخه غوښتنه کوي چې يادې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او د حل په برخه کې يې د سوداګرو سره مرسته وکړي.

د مزارشريف اوسېدونکی او سوداګر سوداګر ذبيح الله کاکړ پژواک ته وويل چې هېواد کې د هوايي دهلېزونو په پرانيستلو سره له يوې خوا د تجارت نوړې لړۍ پيل شوه او بل لور ته له ځمکنيو دهليزونو سره د سيالۍ زمينه سازي وشوه.

هغه زياته کړه چې د هوايي دهليزونو له لارې د صادراتو له پيل کېدو وروسته د ځمکنيو دهليزونو له لارې د صادراتو کرايه هم راټيټه شوې وه.

نوموړی وايي چې جلغوزي، پسته، هينګه او نور تجارتي اقلام چې شمال کې ښه توليد لري، د هوايي دهلېز له لارې بايد اروپايي او نورو هېوادونو ته واستول شي.

د کاکړ په خبره اوس د شمال زون سوداګر د ډېرو ستونزو په ګاللو سره د کابل هوايي دهلېز له لارې خپل توکي، هند، چين او اروپا ته صادروي.

هغه وويل: ((حکومت بايد رامنځته شوې ستونزه حل کړي او مزار کې بايد د هوايي دهلېز له لارې صادرات ژر تر ژره پيل شي، موږ اوس دويم لاس صادر کوونکي يو، يعني موږ خپل اموال نورو سوداګرو باندې پلورو او هغوی يې د کابل هوايي دهلېز له لارې صادروي.))

کاکړ زياتوي، که د مزار هوايي دهلېز فعال شي؛ نو د شمال زون سوداګر به خپله خپل سوداګريز توکي له دې لارې څخه بهرنيو هېوادونو ته انتقالوي.

د بلخ ولايت مقام هم تاييدوي چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د مزارشريف هوايي دهلېز چارې په ټپه ولاړې دي.

د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد پژواک ته وويل چې تخنيکي ستونزې او همدا راز د ژمي موسم د بلخ هوايي دهلېز د چارو ځنډېدو سبب دي.

د هغه په خبره، تخنيکي مسايل د يادې ستونزې يو اړخ دی او بله موضوع دا ده چې د ژمي په موسم کې صادرات کم وي.

فرهاد زياتوي چې بلخ ولايت مقام د يادې ستونزې د حل په موخه جدي هڅې پيل کړي او په وينا يې چې نږدې راتلونکې کې به د مزارشريف هوايي دهلېز له لارې د صادراتو پروسه بېرته پيل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد