ژبه

په سعودي کې يو افغان وګړى د کرونا ويروس له امله مړ شوى

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٩) : د سعودي عربستان د روغتيا وزارت اعلان کړى چې په دغه هېواد کې يو افغان د کرونا ناروغۍ له امله  مړ شوى دى.

د سعودي رسنيو د وري په ٥مه، خبر ورکړى، چې دا په دې هېواد کې د کرونا ناروغۍ لومړۍ مړينه ده چې ثبت شوې ده.

د سعودي د عامې روغتيا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يولي چې مړ شوى افغان ٥١ کاله عمر درلود.

سرچينې زياته کړې چې په سعودې کې پر کرونا د اخته کسانو شمېره ٧٦٧ کسانو ته رسېدلې ده.

تر دې مخکې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ويلي چې په ايران کې هم ١٦ تنه افغان کډوال د کرونا له امله مړه شوي دي.

login or register a new account.